دپراخې حوصلې سړی

يوه سړي منډايي ته خر دخرڅولو لپاره راوستی و خو دغه خر ډېر وران و ، چا ته به يې خوله وراچوله او څوک به يې په لغته وهلو .
   خلک راټول شول او څښتن ته يې وويل ، چې زوی دې مړ مه شه ، دا خر خو ډېر وران دی !!!
دخره څښتن ورته وويل ، چې اې خلکو تاسې فکر کوی ، چې داخر مې ددې لپاره راوستی دی ، چې په خرڅولو ېې ګټه وکړم ، نه دا خر مې ددې دپاره راوستی ، چې تاسو ته وښيم چې زه څومره پراخه حوصله لرم ـ وګورئ ! ددغه خره سره هم ما ګوزاره کړې ده .