دسولې دنړيوالې ورځې په مهال د جرمني دکولن په ښارکې افغانانوﻻريون وکړ

دسيپتمبر 21 د ملګرو ملتونو له خوا په ټوله نړۍ كې د سولې د نړيوالې ورځې په نوم نومول شوې، څو د نړۍ ټول وګړي په يو غږ د سولې په نوم شخړو او دښمنيو ته د پاى ټكى كېږدي. ويښ ځوانانو په همدې موخه د سولې په نړيواله ورځ د يو ستر سوله ييز لاريون تابيا وکړه، چې په افغانستان كې د سولې راوستو په هيله، دوې سترې او پر ځاى غوښتنې كوي: 
  ١-   افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي. ٢ -  2010  كال دې د باچا خان په نوم ونومول شي .  د يادو شويو غوښتنو د عملي كولو لپاره په جرمني کې ميشتوافغانانو د کولن په ښارکې درېل مرکزي سټېشن ته نږدې دنامتو ((دوم )) کليسا ته څېرمه يو سوله ييز لاريون ترسره کړ . دغه ﻻريون ، چې تيرمازيګرله دوو بجو څخه ترپنځوبجو پورې يې دوام درلود دبرخه والو له خوا دشعارونو په ورکولواو دتبليغاتي پاڼو په ويشلو سره بدرګه شو . ددې ﻻريون عمده شعارونه په دې ډول وو : _ په افغانستان کې دې بمباري ودرول شي ! _ په افغانستان کې دملکي خلکو وژل بندشي ! _ موږ په افغانستان کې جګړه نه غواړو!