زمري ته دسرکوزي پيغور

يوه خنځير زمري ته پېغور ورکړ ، چې ګوره ته ځان ته زمری او بادشاه وايې ، خو ته په کال کې يو بچی زيږوې او زه په وار پنځه شپږ بچيان زېږوم .
   زمري په ځواب کې ورته وويل ، چې خنځيره بچو ! ته  خو شپږ بچيان راوړې خو ټول خنځيران دي ، زه که يو زېږوم خو زمری زېږوم .