
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر د ډونلډ ټرمپ د لوړې مراسمو کې د خلکو د ګډون د شمېرو په اړه رسنۍ پر "دروغجن" رپوټ ورکولو تورنې کړې. دی وايي د جمعې ورځې د لومړې مراسمو ته د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډېر خلک راغلي وو.
ښاغلی سپایسر په خپل لومړني خبري کنفرانس کې د خبریالانو له منفي غبرګون سره مخامخ شو. ان ځینو هغه "بې سابقې" ویاند وباله.
د رسمې شمېرو له مخې، په ۲۰۰۹ کال، د بارک اوباما د ولسمشرۍ د لومړۍ لوړې مراسمو کې د ګډونوالو شمېر تر یو میلیون او ۸۰۰ زرو کسانو رسېدلی و. د ځینو رپوټونو له مخې، د ټرمپ د جمعې ورځې په مراسمو کې د برخه اخیستونکو شمېر تر ۵۰۰ زرو هم نه و.
ښاغلي سپایسر په یاد خبري کنفرانس کې خپاره شوي رپوټونه غلط وبلل او ویې ویل سپینه ماڼۍ هوډ لري چې رسنۍ په دې اړه وپوښتي.
څو ساعته وړاندې د ولسمشر په توګه ډونلډ ټرمپ د خپل کار په لومړۍ ورځ پر رسنیو تور لګولی و، چې ګني د لوړې مراسمو کې د برخې اخیستونکو په اړه یې غلطې شمېرې خپرې کړې دي.
ښاغلي ټرمپ داسې مهال دا نیوکه کړې، چې واشنګټن او د امریکا نورو ښارونو کې د هغه پرضد لاریونونه روان دي.
په همدې مهال، ښاغلي ټرمپ ددغو لاریونونو په اړه - چې د ټرمپ د مخکېنیو څرګندونو په اعتراض کې شوي، غبرګون نه دی ښودلی.
رپوټونه وايي، یوازې نیویارک ښار کې تر یو میلیون ډېر لاریونیان واټونو ته راوتلي وو چې دا شمېر د ښاغلي ټرمپ د لومړې مراسمو کې د ګډونوالو تر شمېر ډېر و.
د شنبې په ورځ د ټرمپ میلیونونه مخالفینو د ښځو په تړاو د ټرمپ د لانجمنو څرګندونو پرضد امریکا او د نړۍ ځینو نورو هېوادونو کې مظاهرې وکړې.