
د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې دوی له دې وروسته د نورو هېوادونو پوځونو ته پیسې نه شي ورکولی او دا پیسې به خپله پر امریکايي پوځ ولګوي. نوموړي دغه راز ویلي چې ((اسلامي ترهګر؟) به په ټوله نړۍ کې ماتوي. نوموړي دغه راز په افغانستان کې له خپلو پوځیانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې په خبرو کې ویلي چې دوی به جګړه ګټي. له دې سره پوښتنه دا ده چې له ټرمپ سره په افغانستان کې څه بدلېږي؟
ځیني کسان ښايي فکر وکړي چې ټرمپ به له افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې بندې او یا هم کمې کړي. دوی له دې امله اندېښمن دي او فکر کوي چې ټرمپ به رښتیا هم هغه څه عملي کړي چې ویلي یې دي. د افغانستان جګړه زموږ نه ده او د جګړې د دوام لپاره افغانستان ته د امریکا له خوا ورکول کېدونکي پیسې هم د دې لپاره نه دي چې افغانستان له وسله والو مخالفینو وژغول شي او یا هم افغانستان خوندي شي. دا د امریکا جګړه ده، د امریکا جګړې باید دوام کړی وای. له همدې امله د افغانستان د جګړې هر لوري ته د پیسو ورکول زموږ مجبوریت نه، بلکې د امریکا مجبوریت دی. له همدې امله دا اندېښنه سمه نه ده چې امریکا به له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کموي.
د ټرمپ په خبرو کې لا هم پر جګړې د ټینګار پیغام څرګند دی؛ هغه ویلي چې د ده په وینا (اسلامي ترهګري؟)) به له منځه وړي او دغه راز له خپلو سترتېرو سره یې په خبرو کې ویلي چې دوی به جګړه ګټي. ټول پوهېږي چې هغه څه چې امریکا ورته ترهګري وايي، یا خو خپله د امریکا زېږنده دي او یا د امریکا کړنو ته غبرګون دی. له همدې امله د امریکا کړنې د دې لامل شوې چې ((ترهګري)) رامنځته شي او نړۍ له ستونزو سره مخ کړي. ترهګري د امریکا اړتیا هم ده؛ ځکه چې په همدې پلمه پر هېوادونو بریدونه کوي او یا هم په کې مداخلې کوي، که دا نه وي نو د ځمکې له لویې برخې د امریکا پوځ ور ټولېدای شي. دا چاره له شک پرته د بشریت په ګټه او د امریکا پر زیان ده. له همدې امریکا به لا هم ترهګري پالي او یا به داسې کړنې کوي چې ترهګري وزېږوي.
دا چې امریکا به جګړه ګټي، دا هم ناشونې ښکاري؛ دوی په افغانستان او منځني ختیځ کې له سختو ناکامیو سره مخ شوي او نه ښکاري چې دوی به بریا ترلاسه کړي. له همدې امله امریکا ته په کار ده چې پر جګړې د ټینګار پر ځای پر سوله ټینګار وکړي. دوی باید نور ملتونه پرېږدي چې ژوند وکړي، خپلواکي ولري او خپله خپل برخلیک وټاکي. دا امریکا او امریکايي ښکېلاکي اهداف دي چې نړۍ او بشريت یې له ستونزو سره مخ کړي، نه هغه څه چې ټرمپ یې اسلامي (ترهګري) ګڼي. له همدې امله امریکا باید د بشریت پر ضد خپله جګړه ودروي او پرېږدي چې نور انسانان هم ژوند وکړي.
اداره