
پلار: زويه غواړم د واده لپاره نجلۍ درته خوښه کړم
زوی : نه پلاره نجلۍ به زه په خپله خوښه وم
پلار : هغه نجلۍ چې ما درته خوښه کړې د مشهور پانګوال بل ګيټس لورده
زوی : چې داسې ده نو سمه ده
بله ورځ
پلار د بلګيټس خواته ورغی
پلار : ستا دلور لپاره مې يو خاوند پيدا کړی
بلګيټس : خو زما لور لا وړه ده چې واده شي
پلار : سمه ده خوهغه کس چې زه يې په اړه غږيږم د نړيوال بانک د ريس زوی دی
بلګيټس : اه چې داسې ده نو سمه ده
په پای کې پلار د نړيوال بانک د ريس خوا ته ورځي
پلار : يو ځوان کس دی غواړم چې د نړيوال بانک د مرستيالې پوسټ ته يې درته سفارش و کړم
ريس : زه خو همدا اوس له اړتيا ډير مرستيالان لرم
پلار : خو زما کس د بلګټيس زوم دی
ريس: چې داسې ده نو سمه ده
دا يوه نمونه وه چې څنګه بزنس کولای شو
مورال وايې : که ته هيڅ هم نه لرې ، ته کولای شې هر څه ترلاسه کړې ، خو ستا کړه وړه او نزديکت بايد مثبت وي