
د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ضد پرون هم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لاریونونه وشول. پرون د اسټرالیا، نیوزیلنډ او جاپان په ځینو ښارونو کې ګڼ کسان راوتلي وو او د ټرمپ د ټاکل کېدو مخالفت یې وکړ. په نورو ښارونو کې هم ورته لاریونونه سمبال شوي وو.
تر ټولو ډېر خلک په استرالیا، نیوزیلنډ او جاپان کې واټونو ته راوتلي وو. د استرالیا سیډني ښار کې نژدې درې زره کسان د امریکا قونسلګرۍ مخې ته راغونډ شوي وو.
تر دې مخکې د ټرمپ د لوړې تر مراسمو یوه ورځ وړاندې نږدې ۷۰۰ کسان د "ښځو لاریون" په نامه په اعتراضیه غونډه کې را ټول شوي وو.
ټاکل شوې چې د امریکا په واشنګټن کې تر ټولو ډېر خلک د ټرمپ په مخالفت کې راغونډ شي، ویل کېږي هلته به لسګونه زره کسان راټول شي. لندن کې هم د ورته لاریون لپاره پروګرام نیول شوی.
د جمعې په ورځ د ټرمپ له لوړې سره هم هم مهاله واشنګټن د لاریونیانو او پولیسو ترمنځ د اخ او ډب شاهد و. په دې ورځ تر ۲۰۰ ډېر لاریونیان ونیول شول او ځینو یې اور بل کړی و، ډبرې یې ویشتې او د خپل مخالفت په څرګندولو یې ښیښې ماتولې.