ښاغلی ولسمشر دا خونړۍ پېښه په کلکو ټکو غندي او دا وحشیانه برید د هیواد د سولې د دښمنانو کار ګڼي.....
په هیواد کې له هرې امنیتي پيښې وروسته له ولسمشر څخه نیولې تر امنیتي مسؤلینو او دولتي چارواکو همدا یوه خبره کوي....
زه شخصاً د دې جملې له اورېدو ستړې یم؛ کله خو هسې ویاند/ ویاندې ته په غوسه شم او ټلویزون بند کړم!
د پیاوړو سیاستوال له ځانګړنو څخه یوه دا ده، چې د ټولنې شرایطو ته په کتلو سره هرې ستونزې ته عملي حل لار پیدا کړي، د یوې ستونزې د حل لپاره څو مختلفې حل لارې ولري. که « الف » پلان بریالی نشي، له « ب» او که دا پلان ښه پایله ونلري نور ځايي پلانونه ورته ولري. د هیواد مشر او نور مسؤلین خو باید حد اقل له ځینو سیاسي او امنیتي شنونکواو عامو وګړو سره توپير ولري؛ حل لارې هم ولري!
له بده مرغه په افغانستان کې د هرې بلې کیسې په څیر دا کیسه هم سر چپه روانه ده، ولسي وګړي، ځیني شنونکي چارواکي او مسؤلین ولسمشر او معاونین د کمرو په وړاندې وینا ته تیار دی او بس !
د دښمن یادونه کیږي، د دښمن هیواد یادونه کیږي، په افغانستان کې د مختلفو هیوادونو د ګټو یادونه کیږي، له ستونزو، فقر بې وزلۍ، وزګارۍ، مخدره توکو قاچاق وژنو او برمته نیونو شکایتونه کیږي خو مخنیوي لپاره، د له منځه وړلو لپاره یې هیڅ نه کیږي.
ډېر کلونه تېر شول او ډیرې څېرې بدلې شوې؛ خو دا دستور بدل نشو!
په افغانستان کې د هرې ترهګرې ډلې د فعالیتونو تر شا د پاکستان او ایران نومونه یادیږي.
وایو: دوی ترهګر روزي او افغانستان ته یې استوي، دوی ورسره مرستې کوي....
بس همدومره؟!
خو هیڅ کله دقت نه کیږي چې دوی په هیواد کې دننه څنګه فعالیتونه پر مخ وړي، څه ډول ورته زمینه سازي کیږي؟ څوک ورته زمینه سازي کوي؟ او ډیرې نورې پوښتنې!
که پر پاکستان مو وس بر نه دی، نه ورسره جګړه کولې شو، او نه پر وړاندې يې عمل کوو، نه مو امریکا غږ اوري او نه مو نړیوال سازمانونه او نه مو ملګري ملتونه په قصه کې دي! تاسې خو مسؤلین یاست، غوره شوي یاست تاسې موږ د هیواد مسؤلیت لرئ؛ بس همدومره؟ ریپوټ راکوئ چې د بدمرغیو لامل څوک دي؟!
تاسې هم خوار ملت ته زیان رسوئ!
تاسې ته لوری معلوم دی، خو د مخنیوي لپاره هیڅ نه کوئ، په دې پوهیږې چې زمینه سازي کیږي خو مخنیوی یې نه کوئ.....
د ځينو رسنیو د وروستیو رپوټونو له مخې نوی میلادي کال افغانستان لپاره خطرناک کال بلل شوی. د دې ريپوټونو له مخې سږکال رسنیو، خبریالانو او ټولو عامو وګړو لپاره تر تېرو کلونو ډیر خطرناکه کال دی.
خو افغان دولت لا هم د زرګونو خیالي سرتیرو په نوم په میلیونونو ډالر لګښت ورکوي، د کابل په مرکزي برخو کې پوستو او حوزو ته نږدې ترهګر په ورځو او میاشتو استوګنه کوي فعالیتونه تنظیموي، ماینونه او واستکټونه جوړوي، بریدونه او چاودنې کوي.....
د وینو سیندونه د افغانانو د بدن ټوټې - ټوټې غوښې تور لوګي او د مړو لښکرې د افغانستان شناخت ګرځیدلی، خو ريښتنی غمخوار او خدمتګار نشته!
د افغانستان د امنیتي وضعیت د لا خرابوالي په اړه له نویو وړاندوینو سره ډیره اندیښمنه شوې یم، هیواد او هیوادوالو لپاره هیڅ نه شم کولې؛ همدومره هیله لرم چې کاش لوړ پوړي چارواکي او مسؤلین خپلې شخصي ګټې یوې خوا ته کړي، بې اتفاقې او له صحنې د یو بل د لرې کولو پر ځای ترهګر کمزوري او له منځه یوسي؛ ترڅو ريښتني اتلان شي.
وروستي