روسیه: امريکا هغه ځای ته رسيدلي چې مونږ څلويښت کاله وړاندې ور رسيدلي وو

د جيوپوليټيک فضايې اکاډمۍ رئيس کنستامتين سپو تنيک اژانس ته وويل: «امريکا کولای شي خپلې هستوي وسلې په مدار کې ځای پر ځای کړي.
خو چون دا کار په نړيوالو اړيکو کې د يوه خشن عمل په نوم بللی شوی دی. نو ځکه يې دا کار نه دی کړی.»
هغه  د امريکا دفاع وزارت ته د بريالی شوی وزير جيمز ماتيس د څرګندونو وروسته دا خبرې په ډاګه کړي.
جيمز ماتيس دغه پوست ته د نومول کېدو پرمهال ويلي و، چې امريکا بايد خپله پانګونه په فضا زياته کړي او هلته بايد يرغليز شکل غوره کړي. سيفکوف وړاندې وايې: «د وسلو څخه د خوندي فضا قوانين او معاهدې موجودې دي. او دا معاهدې له نړيوال ماهيت څخه برخمنې دي. نو بنآ په فضا کې د هستوي وسلو ځای پر ځای کول د نړيوالو قوانينو نقض دی.
په ۹۰کالو کې  امريکا د  سولې خبرې کولې دوی مونږ په جګړه تورنولو خو اوس خپله ميلتاريستۍ کې ګوتې وهي.»
 
هغه وويل امريکا کولای شي، د ځمکې  په مدار کې جنګي دستګاه نصب کړي، چې په مجهزو ليزري وسلو او د زهراتو د ويشتلو په وسايلو سمبال وي. همدارنګه امريکا کولای شي خپلې هستوي وسلې چې د بشپړ سرعت څخه برخمنې دي، په فضا کې ځای پر ځاي کړي  چې خپل مقابل لوری تر بريد ونيسي.
ياد شوی کارپوه وايې دا ډېره جدي سلاح ده، خو بل پلو روسيې دا سيستم په 1972 کال کې طرحه کړی ؤ. متحده ايالاتو ددې وسلو له وېرې د وخت د شوروي اتحاد سره د سالټ 1 تړون لاسليک کړ.
امريکا اوس هغه ځای ته رسيدلي چې مونږ څلويښت کاله وړاندې رسيدلي و. هغه يادونه کوي، چې يوه بله خبره امريکا د فضا يې الوتکو ده چې په سرعت سره خپل هدفونه په نښه کولای شي.