
د کورمې ایجنسۍ په پاړه چنار کې د یوې چاودنې له امله ٢٠ کسان وژل شوي او ٥٠ ټپيان دي.
چاودنه نن شنبه سهار مهال د پاړه چنار سیمې په سبزي منډيي کې شوې، د ځايي روغتون یو چارواکی وايي، د پنځه پنځوسو په شاوخوا کې ټپيان ور وړل شوي دي، چې پکې د ځينو حالت د اندېښنې وړ دی. چاونه د گڼې گوڼې پر مهال شوې ده.
بلې خوا ته په اسلام اباد کې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، تر چاودنې سملاسي وروسته د پوځ او ملېشه ځواک سرتېري سیمې ته رسېدلي، چې د چورلکو له لاري ټپیان نورو روغتونونو ته ولېږدوي.