
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په رسمي ډول د امریکا د ولسمشر په توګه کار پیل کړ. په افغانستان کې له خلکو سره دا پوښتنې دي چې ټرمپ به له افغان جګړې سره څه کوي؟ پر سوله به تمرکز کوي او که پر جګړه؟
د افغانستان په تړاو د ټرمپ د پالیسۍ په اړه تر اوسه پورې کم څه ویل شوي او ښايي ووایو چې هېڅ نه دي ویل شوي، له همدې امله لا هم د افغانستان پر وړاندې د ټرمپ د تګلارې په اړه پوښتنې شته دي. د افغانستان جګړه جمهوریت غوښتونکو پیل کړې وه او د اوباما په مشرۍ ډیموکراتانو د امریکايي لوري د ځاني او مالي زیان په را کمولو سره وغځوله او جګړې ته یې پوره افغاني رنګ ورکړ. دوی د خپلو سرتېرو پر ځای غوره وګڼله چې افغان سرتیري د وسله والو طالبانو پر ضد وجنګیږي او له خپله اړخه د مخامخ جګړې پر ځای یې په استخباراتي هڅو او بې پیلوټه الوتکو تکیه وکړله. که څه هم په افغان جګړه کې د امریکا مالي او ځاني زیانونه کم شول، خو دا جګړه په نړیواله کچه لا هم د امریکا حیثیت او دریځ ته زیان رسوي. سله له دې چې په امریکا کې د ولسمشر بدلون د امریکا ستر اهداف او تګلارې نه شي بدلولی، خو په دې وروستیو کې د افغانستان په چارو کې د روسیې را ګډېدل او له وسله والو طالبانو سره اړیکې، هغه څه دي چې امریکايي ګټې ګواښلی شي. له همدې امله ځیني کسان فکر کوي چې ټرمپ په به افغانستان کې یو متفاوته تګلاره ولري. دا چې دا تګلاره به څه وي، پر څه به پکې تمرکز کیږي، لا څرګنده نه ده.
په افغانستان کې د امریکا پیل کړې جګړه نه یوازې افغانستان سوځي، بلکې سیمې ته هم زیان اړوي او ان امریکا یې له زیانه خوندي نه شي پاتې کېدلی. په دې وروستیو کې جګړې ته روسیې یو ډول را ګډېدل، دا اړتیا زیاتوي چې امریکا باید افغان جګړه ختمه کړي. څومره چې دا جګړه اوږدیږي او د ایران، روسیې او چین په شان هېوادونه ورته را ګډیږي، په همغه کچه د افغانستان تر څنګ امریکا ته هم زیان اړوي. له همدې امله په کار ده چې نور امریکا دلته د جګړې د اوږدلو پر ځای پر سوله تمرکز وکړي. په افغانستان کې د جګړې ختمېدل د امریکا ګټې هم تر ډېره بریده خوندي کولی شي او د هغو خطرونو مخه نیول شي چې د افغانستان په جګړه کې د نوو قدرتونو د را ښکېلېدو له امله ورسره امریکا مخ ده. ټرمپ ته په کار ده چې د افغانستان جګړه د خبرې او جوړجاړي له لارې حل کړي. له خپله اړخه باید د سولې پر وړاندې ټول خنډونه له منځه یوسي، دلته باید خپل دایمي پوځي حضور په هغه ډول ختم کړي چې افغانستان او سیمې ته ګواښ وي. ټرمپ باید په دغه هېواد کې د پخوا په شان سیاسي او نظامي مداخله ونه کړي، د جان کیري په شان موږ ته مشران او د حکومتونو بڼې ونه ټاکي او پریږدي چې افغانان په خپله خپل برخلیک وټاکي.