غزل

تل لالا غوندی د زړه په وینو رنګ یم
د ژوندون له کړاونو نه په تنګ یم

نه پوهیږم چی اظهار یی څنګه وکړم
تل مدام د خپل نصیب سره په جنګ یم

حال د زړه می د څیری نه مالومیږی
که ظاهر دی که باطن دی خوار ملنګ یم

اغیار څه ګړی چی جانان یم هم رټلی
د فلک په لمبو سوی سکور پتنګ یم

روفی د ژوند ناخوالو ولی زیر کړی
تا به ویلی چی دا زه و وخت اورنګ یم