
چی پیسه شوه کله ورکه نو پښتون به بیا پشتون شی
بیا به هلته وحدت راشی ټینګ تر منځ به یی پيوستون شی
چی تر څو پوری پیسه وی دوی به دغسی تقسیم وی
په نفاق به تل اخته وی نه خاوند به د سکون شی
چی تر څو پوری پیسه وی ځانځانی نه به خلاص نه شی
ځان لپاره به خیر غواړی، نه په وروربه یی سود ژوندون شی
چی تر څو پوری پیسه وی بل لپاره به ځان وژنی
پخپل منځ کی سره خوری به نه وژنی نه به ستون شی
چی تر څو پوری پیسه وی بل لپاره به هر ځه کړی
د مقام په طمع ناست به نه به پوی په هیڅ ازمون شی
چی ټر څو پوری پیسه وی تر هغو به دی خر څیږی
د خپل ورور نه به بیزار وی خو پردو سه به تړون شی
نو مطیع وایی په زغرده چی خودکش پردی پرست دی
په دی وجه به ذلیل وی خدای خبر که یی سمون شی