غزل

 
دا چی اخته یو په غصب دلته
خبر یی نه یو په سبب دلته
 
د چارو واګی مو د بل په لاس دی
پردی قانون دی اوس عجب دلته
 
چی تر پرونه پوری یی غلا کوله
اوس مشران دی د ادب دلته
 
بلبلان تللی او کارغان راغلی
سندری وایی د ترب دلته
 
افغانه پام کوه غلط پری نه شی
د دی راغلو دی مطلب دلته
 
مطیع له هغو نه به لار بیلوی
هغه چی ویاړی په نصب دلته