
پولينډ کې امريکايي ټانکونه
روسيې ته پوځي ګواښ دی ؟
او، که: پوځي ـ سياسي مانور !؟
په روانه اونۍ کې د جرمني له خاورې څخه(۵۰۰) پرمختللي ـ پوځي ـ جنګي ټانکونه(مېکانيزه لوا) د پولينډ خاورې ته د هغه هېواد په اجازې ورننوتل او پر هغه برخه کې ځای پرځای شول؛ له کوم ځای څخه چې کولی شي د پولينډ هغه سرحدي کرښه له « بېلاروسيې » سره او همدارنګه د:« پري بالتيکې » درې خپلواک جمهوريتونه : لېتوانيا، لاتويا او استونيا ( له ضمني خطر څخه بچ او په امن کې مصؤن وساتي !؟) د پوليند شاوخوا دا هېوادونه پراته دي:
جرمني، اُطريش، اوکراين، روسيه، بېلا روسيه او لېتوانيا.
پولينډ هغه هېواد دی چې په پلازمېنې ( وارسا ) ښار کې يې تر ۱۹۹۱م.کال پورې د سوسيالستي اردوګاه « د وارسا پوځي پکټ غړو هېوادونو » د « وارسا » د پوځي تړون مرکزي قومانداني پکې ځای پر ځای شوې وه !
خو اوس د « وارسا پکټ » نشته ! پولينډ د « ناټو » غړو هېوادونو په ډله کې شامل شوی دی !
= لېتوانيا Lithuania۱. ـ
= لاتوياLatvia۲. ـ
= استونياEstonia۳. ـ
دا درې د « پري بالتيکې » هغه جمهوريتونه دي، په کومو کې چې د جرمن ( الماني ) نژاد خلک ( سپين پوټکي جرمنيان ) ژوند کوي او دا درې واړه کوچني هېوادونه په دوهمې نړۍ والې جګړې کې « شوروي اتحاد » په خپل پوځي زور تر خپلې ولکې او ځمکني قلمرو لاندې را وستل؛ خو کله چې په ۱۹۹۱م.کال کې « شوروي اتحاد » مړ شو ( مُنحل او مُنهدم شو !) نو په ټول پخواني شوروي اتحاد کې همدغه درې هېوادونه په لومړي ګام کې د شوروي او روسانو له اسارت او يرغمل څخه خلاص او مُستقل شول ! او اوس يې نور مال او عادي ديپلوماتيک مناسبات د جرمني له هېواد اود لوېديځې نړۍ له نورو هېوادونو او د امريکې متحده ايالتونو سره ټينګ کړي دي !
راځم اصلي مطلب ته !
آيا د پولينډ په خاوره کې د امريکې د متحده ايالتونو ( ۵۰۰ ) ذرې ـ پرمختللي ـ جګړه ايز ټانکونه د بېلاروسيې او روسيې پرضد سياسي ـ پوځي مانور دی ؟ او که هغو دواړو هېوادونو ته ضمني پوځي ګواښ او په راتلوونکې کې جنګي خطر !؟
زما په نظر:
د امريکې د متحده ايالاتو د ټانکونو په دغې ( ۵۰۰ ) عراده ايزې ـ ميکانيزه ـ مُفرزې کې( زما د اټکل له مخې ) لا اقل ( ۳۰۰۰) تر ( ۵۰۰۰) تنو پورې جنګ ته چمتو او روزل شوي پوځيان (سرتېري ـ افسران ـ پوځي عمله ) وجود او فعال ـ فزيکي حضور لري !؟
نو دوی که له يوې خوا د روسيې لپاره د پوځي مانورې معنا او سمبوليک حضور ولري ! خو له بلې خوا دا هم ليرې او ناشونې نه ده چې يو مهال به همدا ميکانيزه ټانکونه د «پري بالتيکې » د درې ګونوجمهوريتونو: لېتوانيا، لاتويا او استونيا له ځمکنيو پولو څخه په ګټې اخيستنې سره به له روسيې سره جګړې ته په لنډ واټن کې چمتو و اوسي !!؟؟
خو زه فکر نه کوم چې دغه امريکايي ټانکونه دې د « بېلاروسيې » هېواد ته کوم ضرر او خطر پېښ کړي !؟
دا ځکه چې د بېلاروسيې سياسي او ديپلوماتيک مناسبات له روسيې سره آن له ۱۹۹۱م. کال څخه را په دې خوا تر اوسه پورې چندانې ښه او خواږه نه دي ! بېلاروسيه او د هغه هېواد رهبر « الکساندر لوکاشنکه » تر ډېره بريده پورې د لوېديځې نړۍ د افکارو او علاقه منديو پلوي کوي !!؟؟
وختونه او کلونه به تېر شي او راتلوونکې زمانه به هر څه ثبوت او په ډاګه کړي !!!