
سپينې ماڼۍ ته به د جمعې په ورځ ننوځي، خو بې ثباته څرګندونو یې په خپله د امریکا په متحده ایالاتو او نړۍ کې له وړاندې څخه اندېښنې زېږولي دي، د امریکا د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جنوري په شلمه سپينې ماڼۍ ته ننوځي، خو د ټاکنیز کمپاین او له هغې نه راوروسته وخت ناوخت یې داسې څرګندونې کړي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د تېرو ۸ کلونو په پرتله متفاوتې وې، ځکه خو یې اندېښنې زېږولي او د سیاسیونو پام یې ځان ته اړولی دی .
وروسته له دې چې د امریکا متحدو ایالاتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک تائيد کړ چې له مخې یې باید اسرائیل ژر تر ژره د بیت المقدس په ګډون د فلسطین په خاوره کې د ښارګوټي د جوړولو ټولې چارې ودروي، نو ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه ولیکل، د جنورۍ له ۲۰ مې څخه وروسته په ملګرو ملتونو کې د امریکا سیاست به متفاوته وي او د دې ترڅنګ یې لا وړاندې ژمنه کړې چې بیت المقدس به د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه وپېژني .
ډونالډ ټرمپ همدارنګه توند لاری سیاستوال ډېوېډ فرېډمن په اسرائیلو کې د امریکا د سفیر په توګه ټاکلی، نوموړي ویلي چې امریکا به په اسرائیلو فشار را نه وړي ترڅو په لوېديځه تړانګه کې د خپل ښارګوټو د جوړونې چارې ودروي ، دې ترڅنګ ټرمپ په خپله کابینه کې تر ډېره بریده هغه کسان راټول کړي ، چې توند لاري سیاستوال دي.
ټرمپ په یوه پیغام کې چې په خپله ټويټر پاڼه یې خپور کړد ملل متحد سازمان په اړه وویل، ملګري ملتونه چې صلاحیت لرونکې اداره ده، اوس د هغو کسانو په کلب بدله شوې چې سره راټول شي، خبرې وکړي او ښه وخت په کې تېر کړي.
د ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې جوتوي چې نوموړی د اسرائيلو سخت پلوی دی ، ځکه خو یې دا ټولې څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه اقدام نه وروسته وکړې چې له مخې یې باید اسرائيل د فلسطین په خاوره کې ابادۍ ودروي.
منځنی ختیځ ( فلسطین ) د شلمې پېړۍ د شپږمې لسیزې نه را په دې خوا هغه خاوره ده چې په سل ګونه بې ګناه انسانان په کې د اسرائیلو د باروتو په بټۍ کې وسوزېدل خو چا یې غږ وانه ورېده، وروسته له اوږدې مودې څخه چې پر خاوره یې د اسرائیلو له لوري د ابادیو جوړولو د بندیز په اړه د ملل متحد امنیت شورا پرېکړه لیک صادر کړ او د اوباما ادارې هم ومانه، د ډونالډ ترمپ له تندو نیوکو سره مخ شو.
دغه راز ټرمپ په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي وو، د ناټو سازمان زوړشوی، چې دې خبرو یې د ناټو مشرانو غوسه راپارولې وه .
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او د نړۍ د پنځه جمع یو هېوادونو امریکا، روسیه، چین، بریتانیا، فرانسې او جرمني تر منځ د ۲۰۱۵ کال په جولای کې د اټمي تړون لاسلیک غندلی او هغه یې تر ټولو خرابه تړون بللی دی، خو بل لور ته بیا د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې وویل دا ټولنه به د اټمي تړون په برخه کې د ایران د دريځ ملاتړ وکړي .
که څه هم د کډوالو د نه منلو په اړه د ډونالډ ټرمپ دريځ د ټاکنیز کمپاین له وخته ښکاره او روښانه و، خو څو ورځې وړاندې یې د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل د کډوالو پر سیاست نیوکه وکړه او هغه یې یوه ناوریني تېروتنه بللې وه، د نوموړي د دې څرګندونو پر وړاندې دفرانسې ولسمشر او د جرمني صدراعظمې انګيلا میرکل وویل، اروپا د نورو مشورو ته اړتیا نه لري، چې ووايي څرنګه کار باید وکړي او اروپايي ټولنې خپلې تګلارې مشخصې کړې دي، د دې تر څنګ په خپله د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم د ټرمپ په دې ډول څرګندونو نیوکه وکړه او ویې ویل، زما په اند سمه نه ده چې د امریکا منتخب ولسمشر په بشپړ ډول د نوروهېوادونو سیاستونو کې مستقیمه مداخله وکړي .
د روسيې په اړه بیا د ډونالډ ټرمپ دريځ د ټاکنیز کمپاین له لومړیو څخه نرم ښکارېده او تر ننه یې پالیسي په همغه نرم دريځ ولاړه ده، نوموړي څه موده وړاندې وویل ، له روسيې سره د ښو اړیکو لرل یو ښه کار دی، بد کار نه دی، یواځې احمق خلک به فکر کوي چې د ښو اړیکو لرل بد کار دی .
د ډونالډ ټرمپ د پالیسۍ متفاوت والی له همدغه ځای څخه شروع کیږي، ده تل په خپلو څرګندونو کې د امریکا د تېر سیاست پرخلاف څرګندونې کړي، سیاستوال ځکه په اندېښنه کې دي، چې ګواکې دی به د شعار له درشله ترعملي ډګره څومره یووالی ولري، ځکه خو څه موده وړاندې ورته اوباما ویلي وو، چې د ټاکنیزو شعارونو او د رښتینې واکمنۍ ترمنځ لوی توپیر شته، او زیاته کړې یې وه، په نړۍ کې ګڼې پلازمېنې، مالي بازارونه او خلک د ټرمپ خبرې جدي نیسي .
لیکنه : نظیف الله نظیف