ولې ولسمشر د بل هېواد له لوی درستیز سره خبرې وکړي!؟

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي په کندهار، هلمند او کابل کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو ترسره کوونکي په پاکستان کې ژوند کوي. جنرال قمر جاوید باجوه د ښاغلي غني ته په کابل، کندهار او هلمند کې د تېرې سې شنبې ترهګریز بریدونو د غندلو لپاره ټلیفون کړی و. ارګ وايي، ولسمشر له نوموړي د مننې ترڅنګ هغه ته ویلي: " افغانستان دولت د دغو حملو له عاملینو د غچ اخیستو په برخه کې کلکه اراده لري او چاچې د دغو بریدونو مسوولیت منلی، په پاکستان کې ازادانه فعالیت کوي او خپلو لیکو ته نور کسان ګوماري، چې پرضد یې تراوسه کوم ګام نه دی پورته شوی". د پاکستان پوځ بیا وايي چې جنرال قمر جاوید باجوه له افغان ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې په پاکستان کې د ترهګرو د خوندي مرکزونو موجودیت رد کړ او ټینګار یې وکړ چې د پاکستان او افغانستان له‌‌خوا پر یو بل د تورونو لګولو ګټه په سیمه کې د سولې دښمنانو ته رسېږي.
د افغان دولت وسله وال مخالفین په پاکستاني کې خوندي مرکزونه لري، د پاکستان پوځ او استخبارات یې ملاتړ کوي او له هغه ځایه په افغانستان کې خونړي بریدونه پلانوي. دا یو حقیقت دی، خو دا خبره باید له چا سره وشي، چېرته وشي او موږ باید څه وکړو؟
لومړی څه اړتیا ده چې زموږ ولسمشر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره په ټیلیفون خبرې وکړي!؟ ولې د پاکستان له ولسمشر، یا لومړي وزیر سره خبرې نه کوي. که د پاکستان پوځ لوی درستیز څه ویل غواړي، نو باید زموږ له لوی درستیز سره خبرې وکړي، اړتیا نشته چې زموږ ولسمشر ورسره خبرې وکړي. پخوا هم زموږ ولسمشر دا تېروتنه کړې وه چې د دیپلوماتیک دود خلاف د پاکستان د لوی درستیز دفتر ته ورغلی و. دویمه مسئله دا ده چې له پاکستان سره نور ددې خبرې شریکول ګټه نه لري چې وسله وال مخالفین په دغه هېواد کې خوندي مرکزونه لري او له هغه ځایه د افغانستان پر ضد بریدونه پلانوي. په کار دا ده چې نور دغه ډول خبرې په نړیوالو دریځونو وشي. موږ باید دا خبره په نړیواله کچه را پورته کړو او نور یې له پاکستان سره مطرح کول هېڅ ګټه نه لري.
ولسمشر غني د غچ اخیستنې خبره هم کړې ده. موږ باید وغچ واخلو، خو له غچ باید له خپلو خلکو وانه خلو، بلکې غچ باید له پاکستان څخه واخیستل شي. له پاکستان څخه غچ اخیستل نه زموږ د حکومت د توان خبره ده او نه هم امریکا دا اجازه ورکوي. له همدې امله په کار ده چې موږ له امریکا سره نور واضح او روښانه خبرې وکړو. موږ له امریکا سره امنیتي تړون لرو او امریکا په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د جګړې ادعا کوي. د پاکستان پوځ او استخبارات نه یوازې دا چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، بلکې په خپله خاوره کې یې خوندي ځایونه ورکړي دي. له همدې امله باید امریکا له پاکستان سره غوڅ چلند وکړي. د افغانستان حکومت باید نور له امریکا سره هم روښانه خبرې وکړي، یا دې له پاکستان سره غوڅ چلند وکړي او یا دې زموږ په خاوره کې د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم لوبه ودروي.