
د عمان حکومت منلې ده چې د ګوانتانامو زندان لس تنه بندیان دغه هېواد ته لېږدول شوي دي. په هغې اعلامیې کې چې د عمان د شاهي دولت له خوا په دې اړه خپره شوې د دغو بندیانو هویت نه دی په ډاګه شوی.
د عمان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه لس تنه بندیان په موقتي ډول په دغه هېواد کې ساتل کېږي. عمان ته د دغو لسو تنو له انتقال سره د ګوانتانامو زندان د بندیانو شمېر ۴۸ ته رسېږي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې څلور نور زندانیان یې چې په خټه د یمن و، د جنورۍ پر شپږمه سعودي عربستان ته لېږلي دي.
د امریکا حکومت داسې مهال د ګوانتانامو د بندیانو شمېر راکموي چې د ولسمشر بارک اوباما د کارې دورې یوازي څو ورځې پا تې دي. اوباما ژمنه کړې وه چې د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې به د ګوانتانامو زندان وتړي.
نوموړي د جنورۍ پر لسمه نېټه د ولسمشر په توګه د خپلې وروستۍ وینا پر مهال یو ځل بیا د ګوانتانامو زندان د تړلو په برخه کې د خپلې پرېکړې دفاع وکړه: "ما کار کړی دی څو د ترورېزم پر وړاندې جګړه پر یوه پیاوړي قانوني اساس ودروم، له همدې کبله مو ځورونه پای ته ورسوله، د ګوانتانامو زندان د تړلو لپاره مو هڅې وکړې او په قوانینو کې اصلاحات راوستل، څو د خلکو خصوصي حریم او مدني ازادي مو خوندي کړې وي، له همدې کبله مې د امریکایي مسلمانانو پر وړاندې تبعیض ردکړی دی، هغوی زموږ په څېر وطن پالونکي دي."
د سپیني ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ وایي تمه ده منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د واک تر لېږد دمخه د ګوانټانامو زندان نور بندیان هم نورو هېوادونو ته انتقال شي.
ډونالډ ټرمپ ویلي د لوړې تر مراسمو وروسته به نورو هېوادونو ته د بندیانو د لېږد پروسه ودروي. د جنورۍ پر درېیمه نېټه ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو چې باید له ګوانتانامو څخه نور کسان خوشي نه شي.
ټرمپ د کیوبا په ګوانتانامو ټاپو کې د امریکا د پوځ په محبس کې بندي کسان ډېر خطرناک وبلل. منتخب ولسمشر ویلي چې دغو زندانیانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې بېرته د جګړو لیکو ته ستانه شي.