وه دتوروغروشپونکيه!

         دژمي په يوه ساړه مازديګرموږټول دکلي دجومات په برنډه پيتاوي ته ناست وو وړواولويانوټولوله ځانونوګرم پټوګان تاووکړي وو اوګرمې کورتۍ يې په تن وې لمردنوروورځوپه خلاف خوراتود وو خوغرونه اودرې له واوروداسې ډکې وې چې يوازې کږې وږې لارې اودوړاندې کروندوويالې اولښتي دښامارانوپه څېرتورمالومېدل دجومات په برنډه دکليوالوشورزوږترنږدې کورونو ښه رسيده له ټولوبامونوخړدودونه اوچتېدل اوله دود کشو شنې لوخوړې تاوېدې
دباغونواوکروندوپه لغړو ونوکې دکارغانواوازونه اوچتېدل په برنډه ناست کليوال هرڅوک په خپلوکې لګياوو چاقطارچادولس بچي کول وړاندې څوسپين ږيرودڅارويوپه ناروغۍ خبرې کولې خوکله چې به دملاصاحب دراتلوغږشوټول ناست کليوال به داسې غلي شول لکه دمرغانو په سيل چې باښه ورګډشي خودملاصاحب په ځاى به چې بل څوک له جوماته راووتل بيابه هم هغه شورماشورجوړشو
ګلاب اکابياددي هرڅه نه بې پرواخپل فکرونه کول ښى لاس يې په تندي دچترۍ په څېرنيولى وواوسترګې يې د مخامخ غره لوړوڅنډوته نيولې وې چې سيليويې له سره واورې الوزولې اولمرته دهندارې په څېرځلا دهرچاسترګوته رسېده يوازې لوړکمرونه غرني ونې اودبوټوسرونه له واوروراوتلي ښکارېدل ګلاب اکا هم ښايي دنورومالداروکليوالوپه څېردې ته خفه ووچې څه وخت به له غرونواوغونډيو واورې والوزي اودهغهدوږومېږواووزورمه به د څر لپاره ووزي
ګلاب اکا همداسې په فکرونوکې ډوب وو چې ناڅاپه يې په برنډه ناستوکسانو ته سترګي ورواړولې اوپه لوړاوازيې وويل
هاغه وګورئ !
هغه.. ...ليونى لکه چې کوم نابلده دى .. ... هلئ ټولو وازې خولې دګلاب اکا
خواته په حيرانۍ وکتل هغه له ځايه اوچت شو اوګوته يې داشارې په دود دمخامخ اوچت غره سرته ونيوه
هغه په واوروکې بند بنيادم درته يادوم دمخامخ غره په سريوانسان چې په سيوري کې دماشوم په څېرښکارېده په واوروکې ترګونډوپورې پټ وو اوپرلپسې تنديکونه يې خوړل .
ګلاب اکا يودوه قدمه وړاندې واخيستل اوبياپه خبروشو
هلکانوکوم نابلده مسافردى زمونږکوم کليوال کله هم په دې وژونکې لاره نه راځي که يې پښه خطا شوه کندوته لوېږي اويابه هم سيندته اوکه دانه وي نوکوم برف کوچ ضرور پرې راځي دې اجل نيولي ته زمونږاوازهم نه ورسيږي تاسې درى څلورکسه په منډه ورشى که موبچ کړ لوى ثواب به موګټلى وي هلئ بيړه وکړئ
څلورکسان چې لويې موزې يې لرلې پټوګان له ځانه تاو کړل اوپه منډه دغره په لور روان شول .
دماښام له جمعې وروسته ټول کليوال په جومات کې دتبۍ په سرراغونډ وو اوهغه پنځلس کلن هلک ته يې کتل کوم چې يخ کرخت کړى وو دخبروتوان يې نه درلود خوهرچاته يې حيران حيران کتل لکه چې کوم خوب ګوري ګلاب اکا پرلپسې چاپي کولودګرموشيدواوچايوغوړيونه يې ورکول کليوا ل چې د نااشناهلک له خبروکولوناهيلي شول ټول خپلوکورونوته ولاړل په ټول کلي کې ددغي نااشنا هلک دراتلوکيسه خوره شوه .
په جومات کې يواځې ګلاب اکا اوملاصاحب له هغه سره پاتې وو په کلي کې دپخې شپې تيارې مخ په خورېدو وې چې دجومات ګرمې هواهلک له کرختوالي رابهرکړاوپه خبروراغي
هغه خپل نوم اسلم وښود ديوې غرنۍ سيمې اوسېدونکى ووويل چې يوه اوني وړاندې يې مورمړه شوې ژوند يې په کورکې تريخ ؤدموريوزوى ؤخودمورله مرګ وروسته يى پلاراوميرې مور دکورخوشي کولوته يي مجبورکړ .
اسلم چې په ښه اوبد پوهېدلى ؤپلاريې شپني پرې پيل کړې وه دخپلې رمې ترڅنګ به يې دنوروخلکومېږې اووزې هم په بيه ورته څرولې خوکله چې دهغه پلارخپله رمه خرڅه کړه اوڅوورځې پس داسلم ناروغې موردهغه دپلارتروهلولاندې ساه ورکړه نودکوچني اسلم پاتې کېدل يې هم په کورکې بې ضرورته وبلل نوځکه يې تېره شپه په سړوکې له کوره وشړلو.
                                                                                   ٭٭٭
دادکلونوپخواخبره ده اواوس دکلي په پخوانيوکېسوکې راځي اسلم په دوو ورځوکې روغ رمټ شو ډېرساده اونېک هلک ؤ حتى دخپل کلي اوڅوغرونوپرته يې بل ځاى هم نوو ليدلى هغه نوردتل لپاره زمونږ دکلي شو دژمي په موسم کې به يې دجومات خادمي کوله اوپه نوروموسمونوکې به يې په پورې درو اوغرونوکې دکلي رمه څروله ډېروبه له مينې اسلمى هم ورته ويل، په کلي کې کورپه کوربلد ؤاو چا هم سترتري نه کولو ګلاب اکا بياهغه څوک ؤچې ترټولوپه اسلم زيات مهربان ؤ
دژمي په موسمونوکې به چې کله کليوال دجومات په برنډه راټول شول نواسلم ته به يې کلونه وړاندې دهغه دراتلوکېسه کوله چې څه ډول يوه ورځ دپورې غره په څنډه دوى ليدلى وو .
هغه څوځلې خپل کلي ته هم لاړ خودهغه دپلاردکورڅه پته نه وه ديوه خوړپه غاړه ددوى دکوريونړيدلى دېيوال ولاړوؤنورهرڅه سيلاب وړي ؤ،په کرونده اوياپه غره کې به چې اسلم هرچاته په لاس ورغى نوخوږه شپېلۍ اوسندرې به پرې غږولې کله به چې دکلي په پورې غرونوکې اويا دشنوخوړونوپه غاړه داسلميد شپيلۍ اوازاوچت شونوهرچابه ورته يوه شېبه غوږنيوه اودهغه توره لمرسېزلې څېره به يې په خيال کې وروګرځېده .
دکلي شپني چې هغه ته وسپارل شوه بيانونه چادکومې مېږې ياوزې دورکېدوخبرواورېد اونه هم کوم کرونده ګرزمونږدکلي له لويې رمې نه دکلي سپين ږيروته شکايت وکړ.
اوس هغه پخوانى اسلم نږدې دېرش کلن ځوان دى ډېرکم کسان به اسلمى په اسلم پېژني هغه اوس زمونږدکلي شاوخوا نوروکلوکې هم په شپونکي مشهوردى .
دده له برکته په تېروپنځلسو،شپاړسوکلنوکې دهرکليوال له پنځو شپږوميږوبسته رمه جوړه شوې چې اسلمى يې په يوه سرپه غرونواورغونوکې څروي ګلاب اکا بل په زړه پورې کارداکړى چې هغه ته دټولوکليوالوپه مشوره په واده پسې ګرځي ترڅودده غوندې کومه بې نوا نجلۍ ورته په نوم کړي اوکورې ودان کړي هغه وايي چې اسلمى په دوې حق لري چې دخپل بچي په څېرواده ورته وکړي .
                                                    ٭٭٭
داوړي په يوه ټکنده غرمه دکلي کروندګردګلاب اکا دکروندو په څپره کې د ډوډۍ لپاره راغونډؤ ټولوپه لوړغږخبرې کولې اودټوکو ټکالوغږونه ان ترکلي رسېدل ګلاب اکا دپورې غره په لورکتل اودډوډۍ لپاره يې داسلمي دراتلوانتظارکاوه خو په وړاندې غرونوکې دالوتکوپروازونه اوډز اوډوزيې فکرخراب کړى ؤکله به يې په کوم کليوال غږکړ
والکه !پدې بمبارۍ کې خداى مکړه اسلمي ته څه زيان ونه رسېږي خوهرچا به په خنداځواب ورکړې
اکا شپونکې سړى دى څه اسامه خونه دى څه يې کوي
په دې ورځ ترمازديګره کروندوته رانغى ماښام تياره په خورېدووه خودرمې اوشپونکې څه درک نه ؤڅوکليوال غره ته پسې ورغلل نږدې نيمه شپه يې ديوې ژورې کندې ترڅنګ دسپوږمۍ رڼاته يو ټپي ټپي لمرسېزلى جسد پيداکړشاوخوا مېږواووزو شوراو زوږجوړکړى وو
١٥ / ١٢ / ١٣٨٧