یو ملګری مې چې ډېر ګلالی ځوان ؤ له خپلې مجردۍ تر پوزې راغلی ؤ، سهار به یې یو ځل او ماښام به یې دوه ځله دا دعا کوله: یا ربه! ته خو مې نور د میرمنې غم زر را وکړه!
ما به له آمین مخکې ورته وویل: یاره دعا خو هسې هم کوې خو داسې وایه چې نېکه میرمن مې نصیب کړې، څه خوله خو د نه ماتیږي!
د ده په ږیره کې، درې څلور سپین وېښته وو هغې په ده کې زړه خوړین کړی ؤ نو له قهره به یې راته وویل: یاره سور اور دې وي خو چې زما شپه جوړه شي نوره خو زوړ شوم!
داسې ښه موده وروسته یې نصیب را زرغون شو، کوژده یې وکړه او کال وروسته یې واده هم وشو.
له واده دوه میاشتې وروسته مې پر سړي یو څو ورځې پام وغورځید چې تنها به ګرځیدو، ټنډه به یې ګره بره نیولي وه او ډېر وخت به په فکر کې ډوب ؤ.
یوه ورځ مې د حال پوښتنه ترې وکړه ما وېل: سړیه! له واده سره خو د رنګ زېړ شو، خبره هم درسره نه کیږي، ځکه چې تیار د مرچو په اوښ سپور یې، وجه راته ووایه چې ولې؟
سړي خوله رانږدې کړه وه یې ویل: یاره له تا څه پټه! داسې ښځه راباندې اوښتې چې د مجردۍ ارمان یې راباندې وکړ، نه ښه خبره ورسره کوی شم او نه بده، له کوټې قبر راته جوړ دی، له طلاق پرته یې بله چاره نه لرم!
ما وېل: نه نه! له طلاق سره دې نه یم جوړ!
سړي ټنډه زیږه کړه په تونده ژبه یې وویل: اپلاتونه! ته یې چاره راوښیه!
ما وېل: میرمن دې په لیک لوست پوهیږي؟
ـــــــ نه! په ټکي هم نه ده خبره!
ـــــــ ښه! داسې به وکړې چې په کور کې به د کشري ورور د کورنۍ دندې له کتابچې چې مخونه یې په لیکلو ډک شوي وي، یو مخ راپرې کړې، بیا به یې بیګا ته خپلې میرمنې ته ورمخې ته کړې! ورته وبه وایې: له پلاني ملګري سره له ډېرو خبرو اترو وروسته دې نتیجې ته ورسیدم چې تا طلاق کړم، دا طلاق پاڼې مې لیکلي سبا غرمه ځان تیاروه چې محکمې ته ځو... .
سړی مې ښه ملا کړ، څادر یې وڅنډلو او کورته لاړ.
د شپې چې کورته راغلم نو میرمنې ته مې وویل چې د سبا لپاره ځان تیاروه! قیامت راروان دی!
سهار سترګه نه وه راپورته، زه په سروته کې ناست وم چای مې سرپولو چې د ملګري خواښي مې بې له ټکه ټکه په دړه راننوته، په ژبه مې یې سترګې ښخې شوې، سګروټه ګرځیدلي وه، غلی له ځایه جګ شوم، ښځه راورسیده! له ستړي مه شي وروسته یې په ترخه غږ وویل: کېنه! ستا سره مې څو خبرې شته!
ما وېل: ترورکې! خالي یو ځل بهر ځم په منډه راځم ته تر هغې چای څښه!
ویې ویل: توبه مې ده ستاسو له چای! په ژبه به یې ونه څکم، زر لاړ شه زر راشه!
میرمنې ته مې اشاره وکړه ماوې زه ځم ته ورته ښې لیتر لیتر ستنې( پیچکارۍ) ووهه!
راووتم چای مې له تره کره وڅښلو، ساعت وروسته چې ننوتم، حالت نورمال ؤ، ښځې د چای پیاله په سر واړوله، چې ورنږدې شوم ښځه راپورته شوه په ټنډه یې خولې راماتې وې او تبه یې ټوله وتلي وه، خوله یې رانږدې کړه له ټنډې یې چړپ رانه ویست، په موسکه خوله یې وویل: زویک مې! تا دې خدای د جبرایل په وزرو پټ لري، زه به لاړه شم!
ماوې: چای دې وڅښلو!
ـــــ هو هو زوی ګل مې! پوره پینځه پیالې!
په سبا مې ملګری راغی ټنډه یې غوړیدلی وه له جوړ تازه وروسته یې وویل: یاره بیګا خو داسې شپه وه چې د نکاح پر شپه یې یو په سله شرف درلود، جار خو دې شم چې خبره دې راجوړه کړه!
ماوې خبره لا پاتې ده!
په حیرانۍ یې وویل: هغه څنګه؟
ما وې: ټولنې ته په کتو سره، د اطرافي ژوند میړوخې ښځې کورنیو چارو ته په پام، سړی ښوونځي ته نه شي اچولی یا هم لنډ ښوونځی موجود نه وي، ته خو ښه استعداد لرې له دولسم فارغ یې، خیر که ځینو مجبوریتونو له پوهنتون پرېښودې، خو بیا د هم کاروبار شته، دومره ګټې چې شپه دې ښه خوږه پرې سبا کیږي نو داسې به وکړې چې سر له ننه به هره شپه خپلې میرمنې ته قلم، کتابچه او کتاب په لاس کې ورکړې، تر هغې به درس په پسته او خوږه ژبه ورکوې، تر څو چې یې لیک لوست ښه زده شوی نه وي، کله یې چې خط لوستل او پر مطلب پوهیدل زده کړل بیا نو یو نیم کتابګوټی ورته وړه چې د ژوند لارې چارې په کې مطالعه کوي.
ــــــ یاره دې ته څه حاجت دی؟
ـــــ دې ته حاجت شته! سبا پلار کېږې! ته خو کرۍ ورځ په کار کې مصروف یې نو د روزنې ډېره برخه ستا د میرمنې په لاس کې ده، که لوستي نه شي نو سبا به ستا لوڼو ته دا ورزده کوي چې میړونه په اور کېنوئ خو چې تاسې ته خوشالي پیدا کیږي او زامنو ته به دا ورزده کوي چې په ښځو شپه او ورځ یوه کوئ! خو چې تاسې ارام ترلاسه کولی شئ.
سړی موسک شو او له ماښام اذان مخکې یې خدای په اماني وکړه.
هو! ژوند نه دی سخت، خو مونږ راته سخت کړی دی، تر څو چې د علم او پوهې پر ځای ناپوهي او جهالت وي، دا ژوند به په کور د ننه او بدیا کې راته اور وي.
وروستي