د سېډني ښار د وچ کالۍ له ګواښ سره مخ دی

اسټراليايي هوا پوهانو د سېډني ښار اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و چې بايد د خپلو اوبو مصرف نيمايي ته راټيت کړي او پدې توګه د ځمکې د تودېدو له راتلونکو زيانونو څخه ځان خوندي کړي . د دغو پوهانو په يوه راپور کې راغلي ، چې تر 2070 کال پورې به د سېډني د ښار تودوخه د سانتي ګرېد 5 درجې لوړه شي او ښار به له دايمي وچکالۍ سره مخامخ کړي . راپور په داسې وخت کې خپرېږي ، چې د نړۍ هوا پوهان په پاريس کې راغوند شوي او دجمعې په ورځ به خپل هغه راپور خپور کړي ، چې له ډېر وخته يې انتظار کېده .