دايډز اوملاريا تر منځ داړيکو شواهد موندل شوي

دکنيا د« کيسو موی » په ښار کې دپوهانو نوې څېړنې وايي ، چې کېدای شي د اچ. آی . وي ( ايډز ) دويروس او ملاريا تر منځ اړيکي موجودې وي . څېړنې وايي چې دملاريا په تبې اخته ناروغ دمعافيت په سېسټم کې داسې بدلونونه رامنځته کيږي ، چې کولی شي خپل جنسي پارټنر يا شريک دايډز په ويروس اخته کړي او همداراز په ايډز اخته ناروغان کېدای شي دملاريا په تبه ژر اخته شي . پوهان وايي دغه اړيکې ددې سبب ګرځېدلي چې دافريقې دصحرا په سويل کې دواړه ناروغۍ ډېر زياتې خورې شي . همداراز دوی وايي چې دکيسو موی په ښار کې دايډز 5 ٪ ناروغۍ کولۍ شي دملاريا له امله او دملاريا 10٪ بيا دايډز دناروغۍ له امله وګڼو .