1.6 مليونه افغانان دزيړي پرناروغۍ اخته دي

دافغانستان دعامې روغتيا وزارت دانتاني ناروغيو رئيس امېد انتظار وايي ، چې دترسره شوې سروې له مخې په ټول هېواد کې 1.6 مليونه کسان دهېپاتيت بي يا زيړي پر ناروغۍ اخته دي . دده په وينا په نړۍ کې دهېپاتيت بي 5.7 مليون ناروغان موجوددي ، چې 1.6 مليونه يې په افغانستان کې ثبت شوي دي . انتظار وويل ، چې افغانستان دددغې ناروغۍ په وړاندې داړتيا وړ دارو اوواکسينونه نه لري اودايوه لويه ستونزه ده چې بايد حل شي .