اتلان پېژنی؟/ اتمه برخه    

                                                          ۲۶/۱۰/۱۳۹۵، ل، ل
مسعود د تاجیکستان د استخباراتو (MOS) په خدمت کې:
                      (MOS)
احمدشاه مسعود ته، د تاجکستان هیواد، له افغانستان څخه ډېر اهمیت درلود، دوی په دې عقیده وو، چې تاجکستان زموږ (پدري) هیواد دی. د تاجکستان حکومت، د خپلو ګټو په خاطر، په عمل کې ورته ثابته کړي وه، چې، خواخوږي ورسره لري. د تاجکستان حکومت وروسته له هغې چې شوروي اتحاد ړنګ او تاجکستان خپلواک شو، نو په اقتصادي او خپل منځي جګړو کې ښکېل شو، چې له امله یې نه شوای کولې، له مسعود سره پوځي، یا اقتصادي مرستې وکړي، خو سربېره پر دې، هر هغه څه یې چې کولی شول د زړه له کومې یې له نظارشورا سره کړي دي، چې هغه، یوازني مرسته، مسعود ته، د تاجکستان خاوره په واک کې ورکول او استعمال وو، په ځانګړي توګه، د کولاب هوایي ډګر، د احمدشاه مسعود، په خدمت کې ورکړ شوی ؤ، چې له هغه ځایه یې پوځي، استخباراتي او نور هر ډول اکمالات ترسره کول.
وروسته له هغې چې، د تالقانو ښارګوټی، له مسعود څخه طالبانو ونیو، نو د مسعود مُقر د ننه په تاجکستان کې ؤ... .(۱) او کله چې مسعود د دوه تنو عربو ترهګرو لخوا ترور شو، نو په ټپي حالت کې، د درملنې لپاره  په چورلکه کې تاجکستان ته یوړل شو او د رسیدو څخه وړاندې یې سا ورکړه.(۲) په دې مانا چې د نومړي مرګ او ژوند په تاجکستان کې ؤ.
له بلې خوا، د نړۍ یو شمېر هیوادونو استخباراتي کړیو، له مسعود سره، د تاجکستان په خاورې کې لیده کاته کول، چې له هغو څخه یوازې د بېلګې په توګه، د سي، آی، ای سازمان او مسعود، بې شمېره لیدنو کتنو ته اشاره کوو:
... د تاجکستان او پنجشېر په خوندي سیمو کې، له سي، آی، اې افسرانو سره د کله ناکله غونډو له لارې، مسعود، له لانګلي سره خپلې اړیکي ساتلي وې. (سټیوکول؛ د پیریانو جګړې،۶۷۰،مخونه)
د سي، آی، اې مامور کوفر بلک د ۲۰۰۰،ز کال د دوبي په لومړیو کې د بن لادن د څانګې له یوې ډلې سره تاجکستان ته لاړ ؤ، په ویجاړه دوشنبه کې د مسعود سړیو نوموړی په یوه زاړه مرسیډېس بنز موټر کې، چې په ویاړ یې ادعا کوله چې هغه یو وخت د کمونستي زمانې د جاسوسۍ څانګې د مشر او نسکور شوي ولسمشر، نجیب الله د سپرلۍ موټر ؤ، بدرګه کړ. د امریکایانو ډله یې د مسعود یوه خوندي کور ته ورسوله، د ننه مسعود په داسې حال کې چې مرستیالان او ژباړونکي ترې چاپېر وو... . (سټیوکول؛ د پیریانو جګړې، ۷۳۴ مخ)
د امریکایانو، روسانو، ایرانیانو او نورو استخباراتي ادارو پوځي مرستې د تاجکستان د کولاب له هوایي ډګر څخه، پنجشېر او د شمالي ټلوالې نورو سیمو ته روانې وې، چې په دې اړه یو تن پیلوټ، ‌جنرال نقیب الله چې د شمال د ځواکونو یوه الوتکه یې د جلال آباد ښار په هوایي ډګر کې کېنوله او طالبانو ته یې تسلیم کړه وویل: «... د تاجکستان له کولاب نه هره ورځ د الوتکو په واسطه مزار ته وسلې او مهمات انتقالیږي.» (سمسورافغان؛ دویمه سقاوي،۳۴۰مخ)
له دې امله وه چې، طالبانو د تاجکستان حکومت ته اخطار ورکړ چې، زموږ په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او د کولاب هوایي ډګر نه دې مخالفین ګټه نه اخلي. (سمسورافغان؛ دویمه سقاوي، ۳۷۳ مخ)
د تاجکستان د کولاب  هوایي ډګر ته د مسعود (شورای نظار) لخوا په ۱۳۷۵ـ ۱۳۷۶، کلونو کې (۲۸) باله ډول، ډول الوتکې اړول شوي دي چې د تښتول شویو الوتکو ډولونه په دې ډول دي:
۱ـ اته باله (SU-22) جګړه ییزې الوتکې.
۲ـ شپږ باله(MIG-21)جګړه ییزې الوتکې.
۳ـ اته باله(MI-17) ترانسپورتي چورلکې.
۴ـ شپږ باله(MI-35) جګړه ییزې چورلکې.
(د محور سایټ څخه)
د پورته یادو شویو الوتکو پته ونه لیږدله، چې د نظار شورا وپلورلې او که د تاجکستان حکومت ته یې ډالۍ کړې، خو د یوې مسافر وړونکي، اریانا الوتکې معلومات شته، چې د نوموړي ډلې لخوا د برهان الدین رباني پر مشرۍ، په ایران باندې وپلورل شوه، چې اړه یې د همدغې لیکنې(اتلان پېژنی؟) په اوومه برخه کې معلومات لیکل شوي دي.
له بل پلوه، مسعود لپاره آروپا ته د مخدره توکو او قیمتي ډبرو د قاچاق، اسانه او ارزانه لاره د تاجکستان هیواد ؤ، چې مسعود له همدغې لارې څخه، د خپلو ځواکونو یوه اندازه لګښتونه پوره کول، په دې باب د پیریانو جګړې په کتاب کې، ښاغلی سټیوکول داسې وایي:«مسعود مجبور ؤ، چې، پیسې او وسلې ومومي، د پنجشېر په پټنځای کې یې نغدې پیسې لرلې، چې د لوړ بیه ډبرو د ایستلو او مخدره موادو د قاچاق له لارې یې غونډې کړي وې، د مسعود ملیشې د مرکزي آسیا له لارې روسیې ته د هیروینو قاچاق کاوه، هغوی د امریکا د لاسویګاس په شان د نړۍ په لر واټنه لوړه بیه ډبرو او غمیو په نندارتونونو کې لاجورد او زمرد پلورل.» (۵۰۰،مخ)
نور بیا
-----------------------------------------------------------
۱- سټیوکول؛ د پیریانو جګړې، ۸۳۴ مخ.
۲- هماغه،۸۴۴ مخ.
 
 
C:UsersHelmandDesktopmi17.pngC:UsersHelmandDesktopmi 35.jpgC:UsersHelmandDesktopsu22.pngC:UsersHelmandDesktopmig21.png