د امریکا د ۴۴منتخب ولسمشر په توګه د بارک حسین اوباما له ټاکل کېدو وروسته، ما هغه مهال د افغانستان عراق، سوریې او د منځنۍ اسیا د ځینو نورو هیوادونو د امنیتي حالت د ښه کېدو او د مثبت بدلون د راتګ په هیله مندۍ لیکنه کړې وه.
د اتوو کلونو په تېرېدو او د اوباما د ولسمشرۍ دورې د پای ته رسېدو نه وروسته آیا په رښتیا هم مثبت بدلون راغلی دی؟د واشنګټن پوست ورځپاڼې د پخواني مشر فلټ ګرام په وینا اوسنی ژورنالیزم د تاریخ تر ټولو غوره ماخذ دی.
د یوې خبریالې په توګه غواړم د اوباما تر ټولو اغیزمن شعار د ( بدلون) عملي کېدو په اړه خپل نظر وړاندې کړم.
اوباما له سناتورۍ څخه ځینو مهمو شعارونو او ژمنو ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورساوه.هغه په داسې حال کې د امریکا نوی ولسمشر و ټاکل شو،چې د دې هیواد ولس د پخواني ولس مشر جورج ډبلیو بوش له کورنیو او بهرنیو سیاستونو نا خوښ وو.په هیواد کې دننه روغتیايي ناوړه حالت،نژادي ستونزې، وسله وال فعالیت، وزګارتیا،ناوړه اقتصادي حالت او تاوتریخوالی اوباما ته له تیرې دورې په میراث پاتې و.
اوباما په خپل کتاب (Dreams of my father) کې ليکي:
) د خپل پوستکې د رنګ له امله ډیر کله له ګواښ سره مخ شوی یم او کله هم دې رنګ د محرومیت احساس راکړې دی.په ساده ژبه اوباما څو رګه دی، پلار یې افریقايي امریکايي، مور یې سپین پوستې ده او اندونیزیايي رګ هم لري.د(اوباما - میراث) مستند فلم له مخې د اوباما شخصیت ته د هغه ګډ نژاد؛ ګټې او زیانونه رسولي دي.ډیرې وايي: ګډ نژاد دی له متعصبۍ لیرې کړی دی؛ خو ځیني وايي همدغه ګډ نژاد دی عقده من او متعصبه کړی دی.
که څه هم د سیاسيی او نژادي ستونزو له امله د جمهوري غوښتونکو او لیبرال ګوندونو تر منځ مخالفت او د دې هیواد ګانګریس په ډیرو برخو کې اوباما ته ستونزې جوړې او د فعالیتونه مخنیوی وکړ خو؛ اوباما له لومړۍ ورځې د بدلون راوستلو په لټه کې شو:
د واټونو او پلونو د بیارغونې کارونه پیل شول، د امریکا په تاریخ کې په لومړي ځل درې میرمنې په ستره محکمه کې وګمارل شوې،د هر امریکايي د روغتیا د تضمین او ښه والي قانون چې له ده وړاندې ۷ولسمشران پکې پاتې راغلي وو، لاسلیک او عملي شو،د اقلیم بدلون او د ځمکې د تودوخي بدلون د مخنیوې تړون جوړ او د نړۍ د ۱۹۶هیوادونو مشري امریکا خپله کړه، ولسي وګړو ته د وسلو د پلور د منع قانون لاسلیک او عملي شو.د اقتصاد د پیاوړتیا د ډیرو پخوانیو او لویو شرکتونو د ځوړتیا مخنیوی یې وکړ او په میلیونونو بې روزګاره امریکایانو ته یې کاري زمینې برابرې کړې.
د تور پوستو او سپین پوستو امریکايانو تر منځ نژادي ستونزې یې هم تقریبا په ښه توګه کابو کړې.د همجنسو په وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون یې لاسلیک کړ، د همجنسو د واده قانون په لاسلیکولو سره د نړۍ لومړی ولسمشر شو چې د همجنسو د واده رسمي اجازه یې ورکړه، په اردو کې د نر ښځو امریکايي ځوانانو دشموليت قانون یې لاسلیک او پلی کړ.
د ښځو او کډوالو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوې لپاره یې هم ډیرې کامیابې هلې - ځلې وکړې.
له وګړو سره عادي او مینه ناکه چلند، سپینې ماڼې ته د وګړو اسانه ور تګ او له ده سره ناسته، د رسمي او سیاسي چلند برعکس دوستانه سلوک په سپینه ماڼۍ کې دننه بدلونونه یادولی شو.
اوباما د امریکې په بهرني سیاست کې هم ځیني بدلونونه راوستل:
له ۳۷کلونو وروسته په لومړي ځل د ده په دوره کې امریکايي او ایراني ډیپلوماتان هوکړې ته ورسېدل، او له لسیزو وروسته امریکايي ولسمشر له ایراني ولسمشر احمدي نژاد سره په لومړي ځل ټلیفوني خبرې وکړې.
له سویلي کوریا، کینیا، او وینزویلا سره هم په اړیکو کې پرمختګ راغی.
د لومړي ځل لپاره یو ولسمشر د هوايی بمباری( ډرون) تر شا کیناست؛ او له کیلو مترونو لیرې یې د عملیاتو مشري وکړه.
اوسامه بن لادن هم د ده په مشرۍ په پټو عملیاتو کې و وژل شو.
خو د افغانستان، عراق او سوریې په حالت کې هیڅ بدلون رانغی؛ پخوانیو لوبو دوام وکړ!
له عراق څخه د امریکايي سرتیرو له ایستلو وروسته د نورالمالکي په مشرۍ له نوي حکومت سره د امریکا پټو معاملو د سني او شعیه مسلمانانو تر منځ اور بل کړ، په زرګونه عراقیان ووژل شول او دا هیواد په کنډواله بدل شو.
د سوریې په وړاندې د امریکا د دریځ بدلون، د دې هیواد د دولت له مخالفینو ملاتړ د وسلو لیږد مرستې او د امریکا په زهرجنو ګازي عملیاتو کې د لسګونو سوري وګړو مړینه به مو حتمن په یاد وي.
سره له دې چې امریکايي جنرالانو په وار - وار له اوباما څخه وغوښتل چې له افغانستان څخه د سرتیرو د لیږد په بهیر دې بیا کتنه وکړي؛ خو د ډیرو سرتیرو د ویستلو لړۍ او له افغان ځواکونو سره د عملیاتي مرستو د بندیدو اعلان په بېلا-بېلو برخو کې مخالفین پیاوړي او هغوی ته د فعالیت زمینې برابرې کړې. اوس وینو چې؛ له اتو کلونو وروسته د اوباما په مشرۍ دافغانستان په حالت کې ښه - ښکاره بدلون راغلی دی!
د امریکا د سي - ان ان ټلویزوني شبکې خبریال فرید زیبروک له اوباما نه په یوې مرکه کې پوښتنه وکړه:
که صادقانه ځواب راکړئ، د داعش ډله مو ولې رامنځته کړه؟!!!
هیلیري کلنټن په خپل کتاب کې اقرار کړې چې د داعش ډله د اوباما او هغې په مشرې په عراق کې د شعیه جنګیالیو پر ضد د امریکا لخوا رامنځته شوېده!
د القاعدې ډلې د مشر اسامه بن لادن له وژنې او د امریکایانو له غچ اخیستنې وروسته، د دریېو کلونو په موده کې له هرې بلې ترهګرې ډلې نه څو برابره خطرناکه داعش ډله رامنځته شوه.دا ډله له پراخو امکاناتو او زمینه سازۍ سره وتوانېده چې په کمه موده کې د عراق او سوریې لوی ښارونه ونیسي، دا ډله اوسمهال د نړۍ په ۳۲مختلفو هیوادونو کې فعاله ده.
په هر حال، اوباما د دې پوښتنې په ځواب کې موسکی شو، د چای پیاله یې راواخیسته،یو غړپ یې وکړ او په ډیره سړه سینه یې ځواب ورکړ:
«زما په مشرۍ زما استخباراتي ادارې دا ډول ډله نه ده رامنځته کړې!!!»
اته کاله وړاندې د دې هیواد په تاریخ کې په لومړي ځل د یو ولسمشر د لوړې په مراسمو کې تر دوه میلیونو ډیرو امریکایانو ګډون وکړ،کابو هر امریکايي ژړل، ډیرو له خوشحالۍ او ډیرو په لومړي ځل سپینې ماڼې ته د یو تور پوستي په ورتګ ژړل!
د امریکا متحدو ایالتونو د لومړي تور پوستي ولسمشر په توګه،د سیاسي ملاتړ د نشتوالي سر بیره د امریکا په کورني اوبهرني سیاست کې د ځینو بدلونونو او پرمختګونو له امله که څه هم اوباما خپل (بدلون ) شعار ته ژمن پاتې شوی دی؛خو کاش نن ما هم؛د ترهګرۍ په له منځه وړلو،د عراق، سوریې او افغانستان په حالت کې د مثبت بدلون د راوستلو له امله د اوباما ستاینه او ورڅخه مننه کړې وای!
وروستي