غزلونه

 غزل 
له يوه بې خونده انتظاره بل څه نه لري اوس
مينه ديارزمالپاره بل څه نه لري اوس
دوصال هېلې راته ووژل رنګين خوبونه
تش شبګېرې دې ترسهاره بل څه نه لري اوس
دديدنونودمحل لورى اوپل يې ورک کړ
دادي په خوادې شول لاره بل څه نه لري اوس
زرده چې واړوومخونه ددې چم له ښکلو
دمهلتونوله تکراره بل څه نه لري اوس
رحماني ته لاورته ليکې دژوندو ن سندرې
بې له دارونواوسنګساره بل څه نه لري اوس
غزل
خداى راکړى وو، هغې راځينې يووړ
زړه دژونددسيندڅپې راځينې يووړ
دارمان په هديره به مې تېرېږي
خيا ل ټپي ټپي وږمې راځينې يووړ
يوتصويردې راسره ووپه لېموکې
خودغره يخې چينې راځينې يووړ
له هغې ورځې سوالګريمه دستورو
هاڅراغ چې دې دشپې راځينې يووړ
بې پروازه يم وزردرځينې غواړم
په محفل کې دې ډېوې راځينې يووړ
رحماني درته غزل له اوښکوجوړکړ
ستادمينې تلوسې راځينې يووړ