
له واده د مخه
خاوند : هو . نور نو راته انتظار ډير سخت دی
ميرمن : ايا ته غواړې چې زه لاړه شم ؟
خاوند : نه . په دې اړه خو هيڅکله فکر هم ونه کړې
ميرمن : ايا راسره مينه کوې ؟
خاوند: ولې نه! . تر وروستي بريده
ميرمن : کله دې هم زما دتيرايستلو هڅه کړې ؟
خاوند : نه ! ولې داپوښتنه کوې
ميرمن : سمه ده. غواړې چې ښکل مې کړې ؟
خاوند : هر هغه وخت چې فرصت په لاس راشي
ميرمن : ايا کله دې بدې شم .
خاوند : ايا ته ليونۍ يې ! ته پرما څه فکر کوې .
ميرمن : ايا پر تا اعتبار کولای شم ؟
خاوند : اه
ميرمن : ګرانه
له واده وروسته...
اوس همدغه محاوره له اخره پيل کړه او پورته يې ولوله .