سپېڅلی زرکلن درناوی او خودخوا موقتي مشران

 
کله چي ماشوم وم، نو له کور نه بهر د چم پر منځ او څنډو به اکثر وخت د نوي ځوانانو، منځ عمره پخو او زړو سپین ژرو له دې اصطلاح سره مخ کېدم، چي ویل به یې: تر ټولو لوی نصیحتګوی رحمان بابا فرمایې....
د رحمان بابا هره وینا به ورته د کاڼي کرښه وه، تل به یې خپل رایت ته د نحصت، تقریر د رحمان بابا له همدې ټکو را پیل کاوه:
 که غوټې پسي وهې په لاس به درشي
چا ویل چي په دریاب کي ګوهر نشته؟

او آن زیات وخت خو به یې په ډلیزه توګه ( مسجد، کور، حجره او ...) کي په پټو سترګو، د رحمان بابا په شعرونو، د پال په تیاره آینه کي، خپل نامالوم راتلونکی هم کوت.
کوم ځای کي به چي د څو کسانو، څو کورنیو او یا هم... په خپلو کي سره شخړه، دعوه یا دوښمني وه؛ نو د پخلایني او خلاصون لپاره به یې قاضي له لومړي تلاوت او حدیث نبوي شریف تر ویلو وروسته به د رحمان بابا دا بیت دکلمه کاوه:
واړه د خپل ځان په نظر ګوره که دانا یـــې
اې عبدالرحمانه جهان ټول عبدالرحمن دی
کله به چي دواړو لورو، د ټول مجلس په مخ کي د یو عالم له خولې دا بیت واورید؛ نو پرته له بل دلیله به له یو ـ بل سره پخلا شول او مجلس به په یوه شانداره جشن پای ته ورسېدی .
یوه ورځ، د سهار د لمانځه وروسته او د لمر خاته مخکي، زه د ګاونډیو کورونو د ماشومانو په څېر له هغوئ سره ګډ د مسجد ملاامام ته، قاعده( سِپاره ) په لاس د درس ویلو لپاره لاړم؛ د لږو شېبو وروسته ملاصاحب، خپلي مخي ته ورته پروت مېز وډباوه، د سترګو ګاټي یې د مسجد په څلور خواوو وڅرخولې، خوله یې موسکۍ کړه او په نرمه لهجه یې وویل:
شه، ګلالیو ماشومانو! سبکان خو مو وویل او انشاالله زده سوي به مو هم وي، که مو زده سوي نه وي؛ نو په کور کي به یې د سبا لپاره هتمن د خپلي ادکي( مور ) څخه زده کوئ!
نو اوس به د نن ورځي تر ټولو غوره لارشوونه درته وکم، تئ خوشاله یاست؟
له همدې پوښتني سره سم له مانه پرته، د نورو ټولو وړو له خولو د راوتلو الفاظو( هو، خود، خوشاله یوو او ... ) د غږ تاو له مسجد نه څو متره لري، ساحه هم له یوې درنې ازانګې ډکه کړه .
ملا یو ځل بیا شونډو ته ښور ورکړ :
سمده، نو سترګي او غوږ سئ!
هر کله مو چي غوشتل د ځان دپاره یو شه ژوند جوړ کئ او د مرګ څخه وروسته سېده جنت ته ولاړ سئ؛ نو همېشه به د رحمان بابا شېرونه( شعرونه ) اورئ، عمل به پر کوئ او وروسته به یې بل مسلمان ته ور زده کوئ؛ نو بیا به تئ تر مرګه پوري کامیابه یاست.
له هم هغي ورځي، مي زړه ته یو ډول ډاډ غوندي ور ننوت او د ښه راتلونکي لپاره به یې تل خوښي را کول.
یوازي د خپل راتلونکي لپاره نه؛ بلکي ډیر خوښ د دې لپاره هم وم، چي مونږ او زمونږ راتلونکی نسل به هیڅ کله هم بدکردار ونه اوسو.
هيح وخت به هم چاته زیان ونه سوو، هیڅ کله به د خپل دین او هیواد د بدنامۍ او د اوږو بار ونه ګرځو.
تل به د نړۍ پر مخ د ښوالي یوه ښکاره بېلګه واوسو، هر څه به هر څوک له مونږ څخه زده کوي؛ ځکه چي مونږ ښه مشران لرو او هغوئ ښه لارښود( رحمان بابا ) لري.
نو د دومره ستر اِلهي غنیمت په درلودو به کوم ځواکمن وخت وتوانېژي؛ چي موږ د تلپاتي انسانیت حامیانو ته د تاریخ د یوې توري څېرې په توګه ور وپېژني؟
بدبختانه
چي زمونږ هغو مشرانو ونشو کړای چي پخپل زهن جوړه کړې دستوري اصلاح پخپله، لومړی په خپل ځان او بیا وروسته پخپل بد نصیبه رایت عملي کړي. خپل احساسات یې کابو نشوه کړای .
هغوئ خپله ارزښتونو ته د سپکاوي خیرنه لړۍ راپیل کړه. او مونږ ته یې دا وښودل چي ځان له هر څه بهتر دی او ځان مړونه له هري لاري جائز ده.
دوی
خو به نن یا سبا ومري. خدای ج ته به د حساب لپاره ور وغوښتل شي او خپله دردمنه، د وعده ماتوني سزا به وګوري.
بېخ او ریشه خو یې زمونږ او د راتلونکي نسل ویستل .
په کوم کاته به بیا مونږ د نړۍ کور ته ورګورو؟ څه به وایو نړیوالو کوربنو ته؟ په کومو الفاظو به یې د پېغورونو ځواب ورکوو؟
ایا په همدې خبره به مو ورته غاړه هسکه وي چي: زمونږ نیکګانو، پلارانو او مشرانو مونږ ته د یو وحشي فکر څخه پرته بل هیڅ هم نه دي پري ايښي؟ او هغوئ د خودخواهۍ فورمول په عملي کولو کي نړیواله نامه لرل یا ووایو چي زمونږ تېر پینځه زره کلن تاریخ یو خوب و، زمونږ خو به اصلي تاریخ له دې وروسته پیل کیژي.
په کوم کلتور به بیا ورته ویاړ کوو؟  د تربورګلوۍ په دود؟ په بدو کي د ښځو په قربانۍ او که په دویشتمه قلمپاله پېړۍ کي په راته پاتي شوړېدلو بیتونو( د افغان په ننګ مي وتړله توره ـ یا ـ زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نسته )؟
هسي نه هم د دې ( زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نسته ) بیت زمزمه کولو ته نوره اړتیا نسته؛ ځکه چي نړیوال، نور پرته زمونږ د بابولالو له اورېدلو هم اوس په دې پوه شوي؛ چي مونږ( افغانان ) زمریان یو.
غوښه خوړونکي یوو.  د خپل ورور، د خپل پلار، د خپل زوی د خپل قریب او آن د ټول انسانیت. صرف او صرف د خپل بې مانا او سپک ځان ژوندي ساتلو لپاره .
نور په دې اړوند د خپل بړاس پراخول نه غواړم.
ښکاره ده، چي ملامت او معاملګر مشران به مو، د اوسني نويو ځوانانو د دې ډول حقیقتونو په لیدلو او لوستلو له ځان سره پټ هغه خپل اختراع کړی متل وايي: زما پیشو اوس ماته مییو کوي .
نو ځکه مي خپله لیکنه رانغاړم او په وروستیو کي یې، په ډیره عاجزۍ او ډیر احترام له همدې مشرانو څخه غواړم؛ چي (( خیر دی، نور تلونکي یئ اخیري میدان ته، ستر مېزان ته او د بې ځوابه سوالونو د کېدو ځای ته .
د یو واړه او لږ رحم له مخي مو نور له دې خپلو خرونو ښکته شئ، په مونږ لږ رحم وکړئ، نور دولت رغول زمونږ ځوانانو حق او مسؤلیت دی. هیله کوو، مونږ ته زمونږ حق راکړئ، تر څو خپل مسؤلیت په وفادارۍ تر سره کړو .
او ستاسو غوندي راتلونکي نړۍ ته مختوري نه شو . که تاسو غواړئ نو موږ به ستاسو تېري خطاوي او خپل کړل شوي کړاوونه هم هېر کړو او هر څه به له سره را پیل کړو؛ خو مونږ ته نور زمونږ دروازه خلاصه کړئ او مونږ ته د را ښودل شوي رحماني نصیحت خاطر یو ځل خپله وکړئ! فقط یو وار خو همهاغه د رحمان بابا بیت له ځان سره ووایئ؛ کوم چي به مو، مونږ بدقصمتو ته په مسجدونو کي زمزمه کاوه ...:
ادم زاد په معنا واړه یو صورت دی
هر چه بل ازاروي هغه ازار شــــي.
په درنښتونو...

۱۳۹۵/۱۰/۵۶ شنبه،
 .AM ۱۲:۱۵
کابل، نوی ښار، کاري دفتر .