د سپېڅلتوب خاطر

 د درد په ســــــرو وزرو ګر ځمه ټکورنلرم
لکــــــه يتيمـــه مرغــــۍ مورنلرم مورنلرم
منم چـــې دښت يمــــــه د غره په شانې لوړ نه يمه
خو خپل ضمير ته مې د وخت د خولې پېغور نلرم
ستا د حيا د سپېڅلتوب خاطر، خاطر کې لرم
دا چې په سپينو تورو ټوک ټوک يمه شور نلرم
ترکيب مې خپل او خيال مې خپل، غږېږو ټول په پښتو
د چا پور نه منم او زه هم په چا پور نلرم
يم بې سندرو له مودو د تخيل نغري کې
جانانه ستا د ګل غوټيو سترګو اور نلرم
ها پخوانی نه يم چې غر به مې په غېږه کې وړو
جلانه اوس خو د يوې څپېړې زورنلرم
سيدجيلاني جلان