اتلان پېژنی؟/ اوومه برخه  

    ۲۳/۱۰/۱۳۹۵، ل، ل
 
مسعود د ایران څارګرې ادارې(واجا) په خدمت کې:      
                   
وروسته له هغې چې طالبانو احمدشاه مسعود ته منډه ورکړه او کابل یې ترې ونیو، نو د ایرانیانو لخوا هر ډول مرستې، په ښکاره او په څرګنده توګه پیل شوې، تر دې چې په کابل او پنجشېر ته د نږدې سیمو ځیني خلک پوهیدل، چې په پنجشېر کې د مسعود سره د ایران د استخباراتو کارکوونکي عملاً موجود او کار کوي او له ایران څخه پیسې او وسلې ورته راځي. په دې هکله، په پنجشېر کې د امریکا د (سي، آی ، اې) جنرال ګیري شرون وایي چې د ایران د انقلابي قول اردو ګارډ (IRGC) دوه څارونکي د شمالي ټلوالې سره په لومړۍ کرښه باندې په دنده ګُمارل شوي وو او(قسیم) فهیم له دې امله اندښمن ؤ چې، باید ایرانیان د امریکایانو له شتون څخه خبر نه شي، لږترلږه د ماموریت په دغه پړاؤ کې خو باید خبر نه شي. ( سي، آی، ای په پنجشېرکې ،۱۱۵مخ)
د ایران دوه تنه جاسوسان چې په کال ۱۳۹۱، ل، ل کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو لخوا د جاسوسۍ په تور ونیول شول، د دغو جاسوسانو له اعترافاتو څخه ښکاري چې د ایراني څارګرو ادارو لخوا، له مسعود سره مرستې کیدلې، دغه دوه تنه افغانان سیدکمال او سیدحسین په یوه کلېپ کې په خپل جرم چې د ایران له سپاه پاسدارانو سره یې همکاري درلودله اعتراف کړی دی وایي: «موږ د سپاه محمد(ځواک) غړیتوب درلود، او د ایران لخوا په کال ۱۳۷۹، ل، ل کې د پوځي عملیاتو لپاره د افغانستان د تخار، طالقانو او خواجه بهاوالدین(سیمو) ته ولېږل شوو او وروسته د طالبانو د حکومت له سقوط څخه کابل ته راغلو.» (دانش نامه ی اریانا؛ وېبلاک)  http://database-aryana-encyclopaedia.blogspot.com
C:UsersHelmandDesktopدانشنامهٔ آريانا_ يونيفورم ایرانی بر تن افغانی_files04.jpg
(د دغه ایراني جاسوس انځود د [دانش نامه ی اریانا] څخه اخیستل شوی دی او په یوتیوب کې یې مرکه اوریدلی شی.)
 
لیکوال سټیوکول د ایرانیانو د پوځي مرستو یادونه داسې کړي ده: «... (د امریکا) د بهرنیو چارو د وزارت ډیرو دیپلوماتانو احمدشاه مسعود ته د پای ته رسیدلي ځواک په سترګه کتل، له ایران څخه په هغو نږدې وختونو کې د وسلو او د هیروینو د سوداګرۍ د لارې د پیسو ترلاسه کولو له امله یې نوم پیکه شوی ؤ... .» (سټیوکول، دپیریانو جګړې،م ۶۲۲)
بي، بي، سي او نورو راډیوګانو خبرونه خپاره کړل چې، د تلې میاشتې په ۲۱/۱۳۷۷، ل، ل کال، د قرغزستان حکومت له خوا، له وسلو او مهماتو څخه ډک یو اورګاډی ونیول شو، دا وسلې او مهمات د ایرانیانو لخوا د افغانستان شمالي ټلوالې ته ورلېږدیدلې.
په افغانستان کې د ایران د سفارت  پخوانی مامور، محمدرضا فرقانی د ایران د فارس له خبریالې سره په یوه مرکه کې د ایران د مرستو په اړه ویلي چې:«... زه په هغه وخت کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وم، د طالبانو او د مقاومت د ځواکونو اوضاع او شرایط د برهان الدین رباني تر مشرۍ او د احمدشاه مسعود تر قوماندنۍ لاندې وو، په هغو کلونو کې موږ د افغانستان له دولت سره مرستې کولې او کنه د طالبانو د ځواکونو لخوا به لا پخوا (د رباني حکومت) له منځه تللی ؤ.»http://dari.irib.ir
محمدرضا فرقانی په یوه بله مرکه(احمد شاه مسعود با کمک های ایران مقابل طالبان ایستاده بود) تر سرلیک لاندې وایي:«... وروسته له هغې چې طالبان د کابل د دیوالونو تر شا ورسیدل، ایران د رباني او مسعود له دولت څخه په جدي توګه ملاتړ وکړ او د طالبانو د پرمخ تګ، د مخنیوي لپاره یې د رباني او مسعود، دولت د تقویت پخاطر یې هر اړخیزې مرستې پیل کړې ... د ۱۳۷۵کال د غبرګولي میاشتې پورې چې زه په کابل کې وم، یوازې رباني او احمدشاه مسعود، د ایران د مرستو له کبله د طالبانو د هجوم مخه نیولي وه.www.rajanews.com
C:UsersHelmandDesktopناگفته_های شهادت دیپلمات_های ایران در مزارشریف_files13940518000214_PhotoI.jpg
                        (محمدرضا فرقانی)
د ایران له استخباراتو سره د احمدشاه مسعود او ملګرو د اړیکو په اړه ډاکټرجلال الدین بایاني چې ځیني کسان دغه نوم د ښاغلي رزاق مامون پټ نوم بولي په زړه پورې څرګندونې کړي دي، ښاغلی بایاني وایي:
«... د ایران د دغې پروژې تر شا، د سلګونو سرتېرو تر څنګ(سربازان ګمنام امام زمان) چې د ایران د اطلاعاتو د پټو کارکوونکو نوم دی او سپاه پاسداران، بسیجیان او د قدس شبکه، چې د دغو ډلو منظمه لارښوونه، په اصطلاح د ایران د استخباراتو لخوا جوړشوی فیلسوف، مجهول، بېهویته او تر سوال لاندې کس، سرګرد،  اُرُد بزرګ یا ډګروال ارد برزګ پر غاړه ده ... .»
لیکوال د (ارد بزرګ یا شیطان بزرګ) تر سرلیک لاندې د لیکنې په یوه برخه کې لیکي:
«احمدشاه مسعود، د خپل ژوند په وروستیو پنځو کلونو کې، له ارد بزرګ سره، نږدې استخباراتي ضوابط او کاري اړیکي درلودل، د دغو اړیکو له امله مسعود له یوه مذهبي چریک څخه په یو بېلتون غوښتونکي کس واوښت. کله چې طالبانو د افغانستان په سلو کې نوي برخه خاوره نیولي وه او مسعود ته یوازې ډېره لږه سیمه ورپاتې وه او په دې باندې هر څوک پوهیدل چې مسعود به په ګونډو شي، نو په هغه وخت کې ارد بزررګ، له احمدشاه مسعود څخه په نویو جګړه ییزو وسایلو(لکه)، له افغانستان څخه په غلا شویو سټنګر(توغندیو)، زغروالو وسایطو، سپکو وسلو او پېسو ملاتړ وکړ ...  مسعود د(ارد بزرګ)، د ایران ... د اصلي استخباراتو د کارکوونکي، تر سخت اغېز لاندې راغلی ؤ او هغه خاطره چې وروسته په ایران کې خپره شوه، داسې پکې لولو: ارد بزرګ، احمدشاه مسعود ته یوه ډالۍ ورولېږله، چې هغه ډالۍ یو ټوک کتاب(دستورنامه) او یوه ښکلي، حیرانوونکي او فوق العاده تابلو وه ... په هغه تابلو کې یو زمری چې پښه یې ټپي ده او یوه ښکلي وړکي هوسۍ لیدل کیږي، چې خپل مخ یې د زمري پر ټپي پښه باندې ایښی دی، تر څو له ټپ څخه وینې ولاړې نه شي ... (په تابلو کې ښکاري چې) په لویه ځمکه، د افغانستان او ایران په ګډون، زمري او هوسۍ خپل سرونه په یو او بل باندې ایښي دي.»
ښاغلی بایاني زیاتوي: «کله چې مسعود ته نوموړي تابلو په یوه ځانګړي غونډه کې ورکړل شوه، نو لږ وخت وروسته احمدشاه وویل:«خوب مې ولید، چې په جګړه کې زما پښه ټپي شي، د تنهایۍ په هغه حالت کې، یو سړی چې په ایرانۍ لهجه خبرې کوي راته وایي: (احمدشاه مه خواشینی کېږه، ته د ایران بچی یې.) مسعود ادامه ورکوي او وایي: هغه لوی سړي زما ټپي پښه په بيړې سره وتړله، تر څو زما ټپ روغ شي»
ښاغلی جلال الدین بایاني د یادې تابلو او د مسعود، د خوب په هکله داسې نظر لري: «دغه(ښکلي او تل پاتې!!) خاطره له څو اړخونو څخه د پلټنې وړ ده، که په دقت سره، د تابلو مفهوم، چې انتخاب شوی او د مسعود لیدلي خوب ته زیر شو، په ښکاره توګه څرګندوي، چې د مسعود او ایراني استخباراتو ترمنځ اړیکې له پخوا څخه موجودې وې... .»
ښاغلی لیکوال د خپلې لیکنې په یوه برخه کې وایي چې: «احمدشاه مسعود د افغانستان د نوم تغیرپه اړه چې په خراسان باندې بدل شي، ځانګړی لیدلوری درلود او تل یې د ایراني ارد بزرګ نظر تائیدولو او داسې یې
ویل:(زه او اُرُد د یوې لویې ځمکې بچیان یو.)ده د افغان نوم نه منلو.»  http://www.mosalehaimeli.org
دا شان ښاغلی ولید طرزی، د ارد بزرګ په اړه خپل ځانګړی لیدلوری لري وایي: «... دغه تقلبي او د ایران د استخیاراتو لخوا جوړ شوی حکیم د ارد په نوم هغه هم بزرګ ... د ایران د، ا، ج، د اطلاعاتو وزارت جنرال دی ... د ده د جاسوسۍ ... شهرت له ایران څخه په منځنۍ اسیا، په ځانګړي توګه په تاجکستان او افغانستان کې ډېر خپوردی.»  http://www.blogfa.com
له بلې خوا د ارد بزرګ پلویان په دې نظر دي چې: حکیم ارد بزرګ د پاکستان، تاجکستان او افغانستان په خلکو کې ډېر پلویان لري... په افغانستان کې(د شمال جبهه او د احمدشاه مسعود دوستان) یې خواخوږي دي. او د حکیم ارد بزرګ مهم دښمنان دا دي: ... په افغانستان کې، طالبانو ته نږدې پښتانه ... کمونستان او د نجیب الله د بلشیویکي دولت پلویان او د وطن ګوند پاتې شوني، چې د احمدشاه مسعود او تاجکانو سره پخوانۍ کینه لري.  http://setarehcomp.blogfa.com
او یو شمېر نور د ارد دوستان وایي چې: د حکیم ارد بزرګ ډېر نږدې دوست شهید احمدشاه مسعود، د افغانستان د آزادۍ غوښتونکو مشر دی، چې د افغانستان خلک، په ځانګړي توګه فارسي ژبي تاجکان د حکیم ارد بزرګ او د ده افکار خوښوي او د ده او احمدشاه مسعود د دوستۍ په اړه خبرې کوي.www.geniusdisplay.com
د ایران د شیروان ښار چې د ارد بزرګ اصلي ټاټوبی دی، د احمدشاه مسعود د زیږیدو ورځ(د سنبلې، ۱۱) د پنجشېر او شیروان، د دوستي د ورځې په نوم یادوي او لمانځي یې. www.blogfa.com
C:UsersHelmandDesktopبیوگرافی حکیم ارد بزرگ_filessharifi_6.jpgC:UsersHelmandDesktopعلاقه شهید احمد شاه مسعود به اندیشه های حکیم ارد بزرگ_filesshirvan_panjshir_500.jpgC:UsersHelmandDesktopبیوگرافی حکیم ارد بزرگ_filesOstad_Sharifi_7.jpg
(دا انځورونه د شیروان او پنجشېر، د دوستۍ د ورځې په مناسبت ترتیب شوي دي، د ښۍ خوا په لومړي انځور، په منځ کې د لویو ویښتانو او سره کمیس واله ارد بزرګ دی.)  http://www.blogfa.com/
د ایران د شیروان د ښار د شورا پخوانی مشر استاد اسماعیل حسین پور د مسعود او ارد بزرګ د دوستۍ په تړاؤ داسې څرګندونې کوي: له دې امله(د ارد بزرګ) روح لوی او لوړ دی چې احمدشاه مسعود یې په اړه ویلي دي: «زه او ارد د یوې لویې ځمکې زامن یو.»
حسین پور زیاتوي: بې ځایه نه ده چې احمدشاه مسعود څو میاشتې وړاندې له وژل کیدو څخه ویلي وو:«کله چې د ارد دانا لیکنې لولم، ګورم چې زما هیلې یې لیکلي دي.»http://hakimorod.great-forum.com
د ارد بزرګ او مسعود اړیکې تر دې کچې نږدې وو، چې د دوی د لارویانو لخوا یې بُتان جوړ شول، په دې اړه د نوموړي یو پیرو وایي: د افغانستان د هرات په ښار کې د یوه پنجشېری تجار په غوښتنه باندې، د نقاشۍ او مجسمه جوړونکي یوه استاد له خوا د احمدشاه مسعود او حکیم ارد بزرګ مجسمې د جوړولو په حال کې وې، تر څو چې وروسته د احمدشاه مسعود د زیږیدو ښارګوټي، بازارک ته یوړل شي، دغه مجسمې په ولاړې جوړې شوي وې، چې د احمدشاه مسعود، یو لاس د حکیم ارد بزرګ پر اوږه باندې اچول شوی ؤ او بل لاس یې د لمرخاته(افق) پر لوري نیولی ؤ.
د لیکنې لیکونکی زیاتوي: متاسفانه چې د دغو مجسمو خبر د طالبانو نږدې کسانو ته ورسید، چې دوی د مجسمو جوړوونکي هنرمند ته تهدیدونکی پیغام ورولیږه، هغه هم د خپلې راتلونکي د ویرې له امله، اړ شو چې خپل اثر، چې د قالب تر ځایه رسیدلی ؤ، په خاورو کې ښخ کړي. www.geniusdisplay.com
او په پای کې ښاغلی رزاق مامون د مزارشریف په ښار کې هغه نهه تنه ایرانیان چې د دپلوماتانو په نوم یې کار کولو، او په کال۱۳۷۷، ل، ل کې، وروسته له هغې، چې طالبانو د مزار ښار ونیو ووژل شول، د ایران د استخباراتو مامورین بولي، او وایي چې د دوی مشر سردار ناصري له مسعود سره په اړیکو کې ؤ. ( د ډېرو معلوماتو لپاره د رزاق مامون، رد پای فرعون، ولولئ.  www.turklar.com   
پاتې دې نه وې چې، د افغانستان د اریانا افغان هوایي شرکت یوه روسۍ پرمخ تللي مسافر وړونکي (TU-154 M) الوتکه په کال ۱۹۸۰،ز کې له روسیې څخه په دېرش میلیونه امریکایي ډالرو اخیستل شوي وه، نوموړي الوتکه په دېرش زره فټه لوړه ارتفاع کې الوتلې شوه، سل ټنه بار او(۱۸۰) تنه مسافر یې لېږدولی شول او د امریکایي د بویینګ ۷۲۷‌، ډوله الوتکو معادل وه ... یاده الوتکه د ښاغلي استاد برهان الدین رباني،(د سولې اتل!) چې د جمعیت د ګوند مشر ؤ، د ده په امر په غیرقانوني توګه په ایران باندې د تورو توتانو په بیه خرڅه شوه، هغه مهال چې شمالي ټلوالې، په کال ۱۹۹۷،ز کې د مزارشریف ولایت له طالبانو څخه ونیو، د اریان،(۸۵۷۴۸) نمبر الوتکه د مزار په هوایي ډګر کې ولاړه وه او له هغه ځایه ایران ته والوزول شوه، په ۲۰۰۱،ز کال کې د جنورۍ په دوهمه نیټه یې د ایران پر کسپین هوایي شرکت باندې په(۴۵۰۰۰۰) ډالرو چې، له اصلي قیمت څخه، څه د پاسه ۲۹۵، لکه ډالره ارزانه ده، خرڅه کړه. (د ازادۍ راډیو سایټ)  رباني او د ده ډله ګرم نه وو، ځکه چې د غلا مال ارزان خرڅیږي.
نوربیا