خفه ځکه یم، چي ولي خفه نه یو؟

 
خدایه  نن ولی دا  زما زړه په غورځنګ دی
د تشویش  ویره می ډیریږی زړه می تنګ دی
 
هره لحظه د ویراوغم په اورسوځیږمه غمګین یم
صبر مي نشته خوږ ژوندون مي په  ګړنګ دی
 
دوست  او ملګري د مطلب و آشنایۍ ته ګوري
په هرقدم کی بیله شکه دچل ول دغه نیرنګ دی
 
ما خو په تیرژوند کي یواځې صداقت دی کړي
د نن سبا هیلې مي مړي شوی  دا څه رنګ دی
 
د تیرو وختو ښه یاران اوښه دو ستان می څه  شول
ددوي په منځ کي مرګ جاری ژوندون یی ړنګ دی
 
داڅه وحشت او جها لت دﺉ بل څه نه دي ګوره
یو خپل وروروژني بل پرخاندی دا یي ننګ دی


د ارواښاد ګل پاچا الفت د دې غمګینو ټکو په ویلو مي د تل په څېر یو ځل بیا له سرو سترګو د خوار وطن غم ته د ناتوانۍ کمزوري اوښکي وڅڅېدې .
و مي ژړل، ښه مي وژړل، ډیر مي وژړل او بیا مي په خپل ستړي زړه له ماناګانو ډکه تېره چیغه واورېدل.
دا هر څه د دې لپاره نه و، چي زما په وطن غم دی یا، چي زما وطنوال غمګین دي.
غم خو د انسان او انسانانو د ژوند یوه برخه ده، خندا هم د غم په څېر یو فطرتي پیدا ده .
ژوند همداسي بڼه لري؛ چي که انسان واوسې نو هم به غم درباندي راځي او هم به خوښي درباندي راځي او ته به دا هر څه تر خلاصون پوري زغمې .
د لېونیو مفکرو خبره سمده نه ده چي وایې: کوښښ وکړه له غم څخه ځان لري یوسې او یا داچي خپل ټول ژوند دي له غمونو څخه لري وساته .
که داسي ده: نو تاسو کي یو کس خپله له همدې لېونیو څخه پوښتنه وکړئ چي؛ ایا دوی خپله هم له غمه خلاص دي؟ که هو! نو دا له خندا څخه زیات ژړا ولي کوي؟ ولي له چا څخه د یو څه غوښتلو په وخت کي ژاړي؟ ولي ټوله شپه ویښ وي؟ او...
هیڅ کله یو انسان نشي کولای چي د تل لپاره له غم څخه ځان لري کړي او نه هم له خندا څخه لري کېدای شي؛ خو پخپل ژوند کي د همدې دواړو ( خندا او ژړا ) کمول او زیاتول بیا جلا خبره ده.
زه د دې له پاره هم نه یم خفه چي ولي مونږ کي مړینه ډیره ده؟ او یا دا چي ولي په مونږ کي اکثریت د ظلم په ګډوۍ ناست دي؟
مرګ هم، له ادمه تر دې دمه د انسانانو په ژوند کي د نورو فطرونو په څېر یو نغښتی فطرت دی؛ چي هیڅ بشر هم ترې د ځان خلاصولو قدرت نلري او ظلم کول هم کوم نوی پیدا شونی عمل نه دی .
خفه ځکه یم چي ولي خفه نه یو؟
د شاعر خبره ده چي وايې: لمونځ مي قضا‌ء کړ خفه پرې نه یم ــــ خفه په دې یم چي خفه پرې نه یم .
ولي پخپلو غلطیو خفه نه یو؟ ولي هر وخت د بې ننګو غوندي له یو بل څخه ګیلې کوو؟ ولي تل د خپلي ناپوه کردارونو عاملین نور ګڼو؟ ولي لږ ځان ته نه ګورو؟
په دې خو د اوسني نړۍ یو اشنا ماشوم هم ډیر ښه پوهيژي چي فساد دی، یا دا چي اکثریت مو په فساد اخته دي؛ خو په دې اړه یې هیڅ څوک هم فکر نه کوي چي څه باید وکړو ؟ څو فساد ورک شي او ټول کړېدلی ولس له بدبختیو خلاص شي .
تر کومه به لا همداسي لاس په زنه ناست یو؟ او د اوس غوندي به د بې غیرتۍ توري اوښکي تویوو!.
تر څو به خپلو وینه خوړونکو وحشیانو ته د بیا ـ بیا ښکار کولو موقعه پخپلو لاسونو ورکوو؟
څومره به لا نور اسمان ته خوله ویړه نیسو او غورې به وهو چي: چیرته دی زمونږ د زړه درمان چیرته دی؟ـــ سر چي رانه ځار کړي هغه ځوان چیرته دی؟
ایا دا ناره خپله دا مانا نلري چي مونږ نو باید خپلو مړوندونو کي د اولسمي پېړۍ د ښځو غوندي سره بنګړي واچوو، په زنه شین خال ووهو، لاسونه په نکریزو سره کړو، پایزېبونه په پښو کړو، ټیکری په سر کړو او د مېړونو په غوږونو کي د ( ما وژغوره، ماوژغوره ) ټپې شروع کړو؟
موږ نارینه یو، څه کمزوري ښځي یا نرګډیان نه یو؛ چي د ځان له ویښتابه وروسته به هم له ځان څخه ساتنه ونشو کړای.
زه او قرآن؛ چي په همدې حال او په همدې وجدان د هر نارینه لپاره شرم او دپزي پرېکېده دي؛ چي خپلي ښځي ته به ښځه، زوی ته زوی او لور ته لور وایي.
پکار دا ده؛ چي دا ټولي جملې برعکس شي .
هیڅ پلار، پلار نه دی پاتي. هیڅ مېړه، مېړه نه دی پاتي او هیڅ ورور، ورور نه دی پاتي .
که په همدې ضمیر، همدې غیرت، همدې احساس، همدې کردار او په همدې پوهه ځان ته افغانان وایو؛ نو سر له نن څخه باید داسي ونکړو .
ظلم دی. په الله قسم چي ظلم دی، په دغو صیفاتو ځان افغان ښودل، والله چي له هغه سپېڅلي پینځه زره کلن افغاني تاریخ،له ستر اسلام، له مېړنۍ پښتو، د زرګونو نومیالیو له نوم، له دې ټولي پراخي ځمکي او له ټول بشریت سره ظلم دی .
افغانیت داسي نه وي، افغان زمونږ غوندي نه وي او نه هم د افغانیت اصلي مانا دا ده کومه چي اوس یې مونږ پخپلو زهرجنو خولو تلفظ کوو .
په یویشتمه پېړۍ کي او د قلم په جهان کي دا وینا کول ډیره بده ده : د افغان په ننګ مي وتړله توره .
خوشحال بابا ننګیالی و، د توري په زمانه کي يې ریښتیا هم د افغان په ننګ توره له خپلي ملا تاوه کړه.
خو مونږ څه وکړه؟ همدا چي د قلم نظام کي هم خپل اصلیت توره او توفک ګڼو؟؟؟

نو اوس.

زما بهادره او نقلي ننګیالیه!!ته ووایه!
ولي دي، د دې شعار په کتلو نړیوال او قلمپال وحشي ونه بولي؟ ولي در څخه ونه ډار شي؟  په کومه بهادري دي خپل هیواد کي پرېږدي؟ څنګه به درته ټروریسټ ونه وایې؟ په څه دلیل به دي مزهب حقیقي دین وګڼي او په کومو سترګو به ترې ګیله وکړې؟


خبري ډېري، سر یې یو ( ۱ )

په لږه موده کي مو ډیري ناندري ولیدلې، ډیري ناندري مو وزغملې او ډیري ناندري ګورو، اورو، او کوو یې .
نور که، په حقیقت کي د خپل عزت او ناموس د ساتني او ترې د دیفاع کوني اراده لرو؛ نو باید له هر څه څخه مخکي خپله اصلي ستونزه ( د مفکرې کمزورتیا، د ښې پوهي نشتون او عامه رواني ناروغي ) په مشترکه توګه وپېژنو او وروسته یې د حل کولو لپاره ټول( واړه او زاړه، ښځي او نر ) لاسونه سره ورکړو؛ د ټولو ستونزو په وړاندي په ګډه و جنګېژو؛ له پردیو څخه د طمعي کولو خیرن عادت له ځان نه ورک کړو او هر څوک له وس څخه هم لږ اضافي صادیقانه خدمت د هیواد دښه راتلونکي او د اسلام د نیک نامۍ لپاره وکړو.
نور نو له دې څخه ور ها خوا مونږ د ځان خلاصون بله کومه لاره نه لرو .
که همداسي کوئ، نو بسم الله، زه مخته تاسو را پسې .
او که مو له وسي نه وي؛ نو ګرځو به همداسي بې کوره او کوڅه دربه لیوني، ټول هیواد به مو د نړیوالو د لوبه میدان وي او د ټیمکي دروازې له پاسه به ورباندي په مختلفو رنګونو او غټو تورو ولیکي:
(( Afghanistan is the biggest international zoo ))

په درنښتونو...

۱۳۹۵/۱۰/۲۲ سېشنبه
     PM 8:30
کابل، نوی ښار، کاري دفتر.