
دوه امريکايان په يوه الوتکه کې سپاره وو يوېې دکړکۍ ترڅنګ و او بل په منځ کې دغه مهال یو پښتون هم الوتکې ته راوخوت او په درېيمه څوکۍ کيناست او خپل بوټان ېې له پښو وويستل . امريکايانو وغوښتل ،چې له پښتون سره ټوکه وکړي او ملنډې پرې ووهي .
دکړکۍ څنګ ته ناست امریکايي وویل : زه ځم ، چې ځانته یو ګيلاس جوس راوړم پښتون ورته وویل : زه به ېې درته راوړم کله ،چې پښتون پورته شو او دجوس پسې ولاړ امریکايي پاڅید او دپښتون په بوټ کې ېې لاړې ورتو کړې . کله ،چې پښتون راوګرځيد دې بل امریکايي هم وویل : زما هم جوس ته زړه وشو زه ځم ځان ته ېې يو ګیلاس راوړم پښتون ورته وویل : خیر دې کينه زه به ېې درته راوړم دويم امریکايي هم دخپل ملګري کار وکړ او دپښتون په بوټ کې ېې لاړې ورتو کړې .
کله ،چې پښتون وغوښتل خپل بوټان پر پښو کړي نو پوه شو : نو امريکايانو ته لګيا شو .
تر څو به زموږ او ستاسې اړيکې پر دوکه او مردارۍ ولاړې وي ؟؟
تر څو به موږ او تاسې یو بل ته په چل کې یو له یو بل سره به درغلي کوو ؟؟
تر څو به زموږ او ستاسې ترمنځ داجګړه روانه وي ؟؟
تر څو به تاسې زموږ په بوټانو کې لاړې تو کوې او موږ به ستاسې په جوس کې میتازې کوو ؟؟