
دغه مــو ژوند دی بس ټول عــــــــمر په ژړا تیریږي
دمینې ښــار دی هره ورځ په کــــې بلا تـــــیریــــږي
د درد لښکرې ورتــــــــه هره شیبـه نـــــــــــوی راوړي
دعشق سنګردی هــــرساعــت په کــې درزا تیریږي
دامـې تنـــدی او دا نصیب و بس راغــــــــــــاړې وته
دلته داوښکـــــــــــــو کتــارونه په غوغـا تــــــــــــیریږي
دغه جنون دی که هوس زه پرې پوی شوی نـه یم
چې مړ وجود تــه مې شي شنه او په خنـدا تیریږي
نظیفه نن چــې څــــــــه کرې سبــا هغه بــــــه ریبې
داد ژوند سـاز دی نن پـــــــه ما سبــا په تــــا تیریږي