
په سیمه کې د نوو بدلونو په لړ کې په وروستیو کې د هند او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې نږدې او پراخه شوې دي.
هندۍ ورځپاڼه ټایمز اف انډیا لیکي چې د هند د جمهویت ورځې په مناسبت کې په پوځي پریډ کې د متحده عربي اماراتو د پوځیانو په ګډون سره به دا لومړی ځل وي چې د یوه عربي هېواد پوځيان په هند کې په دا ډول یوه پریډ کې برخه اخلي.
ورځپاڼه وايي سږ کال به د متحده عربي اماراتو وليعهد محمد بن زاید آل نهیان چې د دغه هېواد د پوځ مشر هم دی د دغه پوځي پریډ مشر مېلمه وي.
ټایمز اف انډیا لیکلي؛ د محمد زاید راتګ به د ستراتیژیکو اړیکو کچې ته د اوسنیو اړیکو د لوړولو لپاره یو ښه فرصت وي.
دواړه هېوادونه په پام کې لري چې د روانې جنورۍ میاشتې په شلمه ستراتیژیکې خبرې اترې پیل کړي.
متحده عربي امارات پخوا د پاکستان نږدې متحد بلل کېده خو اوس یې له هند سره اړیکې پراخه کړي او له پاکستان سره یې هغه پخوانۍ تودې اړیکې نه شته.