« وېنډوزوېستا » بازار ته راووت

د مايکروسافټ کمپويټري شرکت پرون د« وېستا » په نامه د وېنډوزيو نوی سېستم بازار ته راويوست . که څه هم د وېنډوز وېستا تجارتي بڼه دوه مياشتې مخکې بازار ته وړاندې شوې وه ، خو د کورنۍ استفادې بڼه يې پرون بازار ته راووته . تمه کيږي ، چې په يو کال کې به د « وېستا » 100 مليونه نسخې وپلورل شي . د وېنډوز وروستی سېستم « وېندوز اېکس پي » پنځه کاله وړاندې بازارته راوتلی و . مايکروسافټ وايي ، چې د اېکس پي خدمات به تر 2011 کال پور دوام لري .