
هغوی چې تل به يې دنورو په کورونو کې اور بلولو نن يې په خپل کور اورلګيدلی
تيره اونۍ د افغانستان په خوست ولايت کې د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې اته تنه غړي په يو بريد کې ووژل شول او يوشمير نور يې ټپيان شول، بريد چې ويل کيږي د اردن او امريکا د استخباراتو د يو ايجنټ له خوا تر سره شوی د سي اي ای په تاريخ کې د دې ادرې پر کارکوونکو تر ټول سخت بريد و بلل شو . بريد کوونکی چې يو طبي ډاکټر و په ۲۰۰۸ کې له اردن څخه افغانستان ته د دې لپاره واستول شو چې د القاعدې دويم کس ايمن الظواهري ځای ځايګي ور معلوم کړي خو طالبان او القاعده و توانيدل چې نوموړی را خپل کړي او امريکايانو پر وړاندې وکاروي ، که څه هم د نوموړي له تير ژوند څخه څرګنديږي چې يو دينداره شخصيت و او جهادي روحيه يې درلوده. همام خليل البلوي چې په ابودجانه الخراساني مشهور و په اردن کې زيږيدلی و او زده کړې په ترکيه کې ترسره کړې وې هملته يې له يوې ترکي ژوناليستې سره واده هم کړی و اوس په انقره کې اوسيدلو.
بريد څنګه ترسره شو
کله چې ابودجانه د بريد لپاره ځان چمتو کړی و په دروازه کې ساتوونکو ته ويلي و چې ده سره د ظواهري په اړه معلومات دي او غواړي له مشر سره يې شريک کړي نوموړي چې له مخه يې خپل اعتماد جوړ کړی و سيمه ييز مشر سره له تالاشۍ پرته موټرته وختلو او د يوې پاڼې په راويستلو سره يې ځان ته چاودنه ورکړه په پايله کې اته تنه د سي ای اي مامورين مړه او شپږ تنه نور ټپيان شول ، البلوي د دې پر ځای چې اوباما ته د ۲۰۱۰ کال په تحفه کې د ايمن الظواهري د ځای په اړه معلومات ورکړي د اته تنو مړي يې ور واستول ، نوموړی د روانې مياشتې په ۵ نيټه په يو ويډيو کې د حکيم الله مسيد سره را څرګنديږي دغه ويډو چې د نوموړي له مرګ څخه دمخه ډکه شوي پکې البلوي وايې چې بيت الله مسيد ورته ډير ګران و، هغه به د هر بهرني لاسونه ښکلو ل او دغه بريد هم د نوموړي دغچ اخستنې په موخه ترسره کوي .
که څه هم په لومړي سر کې په اردن دنوموړي کورنۍ له دې انکار کولو چې د دوی زوی دې په داسې يو بريد کې لاس ولري خو وروسته چې ثابته شوه چې بريد ابو دجانه کړی نو نه داچې يوازې يې ومنله بلکې دنومړي ميرمن په مرکې وويل چې وياړ لري چې خاوند يې په يو داسې بريد کې شهيد شوی . هغه وايې چې خاوند يې ورته څو اونۍ دمخه ټيلفون کړی و چې ترکيه ته بيرته راستنيږي او خپل ژوند به له سره په ترکيه شروع کوي .