تېر کال مو محاسبه غلطه وه، راتلونکي پسرلي ته ټول ولایتونه د سقوط له ګواښ سره مخ کړئ.

 
   چغې وهل په هېواد کې د ستونزو د هوارۍ لار نه ده، د ستونزو د حل لپاره غوره پلان جوړونه او د پلي کولو لپاره یې جدي ارادې ته اړ تیا لیدل کیږي، که خبرې د چغو په بڼه د لاسونو د پړکولو په موخه وي، یا هم د ولس د غولونې لپاره نو بیا خو هسې هم د یو شمېر کسانو دنده همدغه وي، چې د نورو د خوښئ لپاره ښه په اخلاص سره لاسونه و پړکوي، خو ولس کار غواړي نه بې کاره چغې.
    تېره ورځ ولسمشر  غني د تل په څېر  بیا هم په  احساساتي انداز سره  په چغو کې وویل، د افغانستان دښمنانو ته زموږ پیغام واضح دی، دوه کاله مخکې مو محاسبه غلطه کړې وه، تېر کال مو هم محاسبه غلطه وه او  د غلطې محاسبې تکرار بیا مه کوئ.
    ده رښتیا وویل، تېر کال وسلوالو طالبانو  د هېواد ټول ولایتونه د سقوط له ګواښ سره مخ نه شو کړی، یواځې د هېواد ۱۸ ولایتونه یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړل او کندز یې د لنډې مودې لپاره تر خپلې ولکې لاندې راوسته او د وسلوالو طالبانو په خبره چې د هېواد ۴۱ ولسوالۍ په بشپړ ډول د دوی تر کنټرول لاندې دي.
   دغه راز جګړه د هلمند تر دروازو را ورسېده، موسي کلا، نوزاد، ناوې او خانشین ولسوالیو تر پوره سقوط او د نادعلي، ګرمسېر، سنګین، کجکي او واشیر ولسوالیو تر محاصرې وروسته ګڼ شمېر سرتېري د لښکرګاه ښار په دوهمې او درېیمې امنیتي حوزو کې د وسله‌والو سره په جګړه بوخت د ي او دادی بیا ځلي ورته په راتلونکي پسرلي کې ۳۰۰ امریکایي فوځیان را روان دي.
   کندز هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې وسلوال طالبان ښار ته په نږدې سیمو کې مورچلونه لري او وخت ناوخت یې له امنیتي ځواکونو سره د نښتو شاهدان یو، د هېواد د لویو لارو د امنیت د ټینګښټ خبره خو لا پخپل  ځای پرېږده، چې  په ټولو لویو لارو سفر له خطر نه خالي نه وي.
   ښایي د جمهور ریس به په دې نا امنیو زړه یخ نه وي او یا به یې د خبرو پر مهال له پامه وتلي وي چې  تېر کال (  ۲۰۱۶ ز) په هېواد کې د نا امنیو کچه د  ۲۰۱۵ ز کال په پرتله څومره لوړه وه او یا به یې موخه دا وي چې  په خپلو چغو سره د  هېواد والو پام ځان ته را واړوي، خو دې ته یې پام نه وي چې ولس له ده نه چغې نه غواړي او د ولس لپاره په عملي ډګر کې کار کول له چغو نه غوره دي.
   که د جمهور ریس موخه دا وي چې وسلوالو طالبانو باید په تېر کال کې د هېواد ټول ولایتونه د سقوط له ګواښ سره  مخ کړي وی، خو وسلوالو دا کار ونه شو کړی، نو بیا سمه ده، وسلوال  طالبان په خپله محاسبه کې غلط شوي دي او که داسې نه وي نو وسلوالو طالبانو هغه څه کړي، څه یې چې پلان کړي وو.
    که د جمهور ریس موخه دا وي، چې د ده په چيغو سره به د ولس روحیه پیاوړي شي، نو  دا هم باید په یاد ولري، چې د هر وار چغو  څخه ورورسته یې په هېواد کې د امنیت د ټينګښت په موخه دې زوریدلي ولس ته څه شی په ډالۍ کې ورکړي دي؟
لیکنه : نظیف الله نظیف