افغان نسلونه او د هغوئ خوړل سوي حقوق

د یوویشتمي پېړۍ له اولو او آن له هغه نه هم مخکي څخه راته پاتي ناورین یو هم د تېر او اوسني قشر د حق خوړنه، ورکېدنه او په عموم کي د هغوئ د برخلیک وژنه ده .
دا مسئله له لیرو کلونو څخه را پیل او تر اوسه لا جاري، هغه تور میراث دی؛ چي له تېرو، اوسنیو او راتلونکو نسلونو څخه یې د هغوئ هوش او ویښتابه ورکه کړې، فلج کړې او آن وژلې ده .
د افغان د بې سترګو سیاست خواړه او د ړندو حالاتو ښکار نسلونو له نن څخه په لسګونو کلونه وړاندي د خپل نامالوم راتلونکي په اړه د رنګینو خوبونو او خواږه خیالاتو لیدل او هغو ته له توکلي کتابه د یو مالوم تعبیر د راخیستني توان له لاسه ورکړی .
دا هر څه د ځپل شوي افغان نسل خپله غوښتنه او زوق نه و.
 او نه خو د هغوئ د کړنو پایله وه/ده؛ بلکي دا ټولي خرابیاني د هغوئ د خودخوا، بې درکو او دیکتاتور مشرانو د احساساتي او ناپوه سیاست، یوه له سترو منفي لاسته راوړنو څخه دي.
کېدای شوای ــــ
کېدای شوای؛ دا چي د بابا محمدظاهرشاه(  په ۱۴ یا ۱۹ کلنۍ کي د افغانستان بادشاه په توګه د ټاکني او یا نوموني ) پر ځای د هغه وخت افغانستان پاچا، د عقل او شعور په غوښتنه یو پور عمره او دانا شخصیت ټاکل شوی وای او ټول افغان وګړو ورباندي د امین پاکه کلیمه ویلې وای.
 خو نه، داسي ونشول، ځکه چي د وخت تیاره او امپراتور بحران اړتیا لرل، دا چي شاهي زهرجنه لړۍ یې ژوندۍ پاتي شوې وای او پاتي دوه څاڅکي افغان وینه یې هم په پوره زوق څیښلې وای .
له محمدظاهرشاه را وروستنيو دکتاتورانوهم کولای شول چي؛ د مخکنیو له پله لیري او د بېچاره نسل جیبري عسکرۍ، مهاجریت او... ته د ټینګار پر ځای یې له زیات نه هم ډیر د علمیت په لوړونه او د زده کړي په لا پراختیا فوکس ایښی وای.
 مګر هغوئ هم د تېرسویو غوندي د خپل موقتي واک د ښه او زیات دوام لپاره اړ ول؛ چي خپل نظامي او زورپال څو ورځنی ځواک پیاوړی ولري .
د یو نوي او تریخ حقیقت ویونکي په توګه مي پخپل لیکنه کي، د ملت د ارواښاد بابا او له هغه څخه د راوروستو واکمنو یادونه غوره وبلل .
ځکه چي هغوئ آرواښادي د یو تازه نیالګي ایښېدونکي ول، کړای یې شول چي د نیال له ایښېدو سره ـ سره د هغه په روزنه هم دقیق او روان کوښښ وکړي؛ خو دوی د خپلي ټولي پوهي سربېره هم صرف هغه څه کول بهتر وګڼل، کوم چي یې یوازي ژوند او واک ته په ګټه و .
که د یو دردمن حقیقت له مخي، په دې اړه د تېرو نورو شاهانو او جمهوريانو یادونه وکړم، نو مفصل بحث به یې ړومبنی شرط وي؛ چي زه به یې پخپله دې څو کرښګۍ لیکنه کي ونشم ځایولای .
سربېره پر ټولو یادو او له دې څخه هم ډیرو تېرو او روانو خونړي حالاتو لیدو؛ زمونږ 
له مودو ستړي او د تعلم وږي افغان خوار نسلونه اوس هم د ښه راتلونکي تنده له ځان سره لري.
هغوئ مېړني ول/دي؛ چي د دې ټولو کړنو وروسته هم د داسي یو لوړ کار د کولو کلک او بېساري هوډ لري، چي ورته په رسېدو به په لنډ وخت کي نړۍ ګوته په غاښ پاتي ښي .
افغان له رڼاګانو محروم نسلونه اوس هم په وار ـ وار نړیوالو ته په ځان کي د هغه پراته جرئتونو او کمالاتو عملي مثالونه وړاندي کوي؛ چي نیږدې تېر وختونه وړاندي یې نیکګانو او مشرانو نه پېژندل .
دا یو ښکاره او د تاریخ په ثبوتونو پوښل شوی حقیقت دی، چي تېرو لحد کي پرتو او اوسنیو لحد ته تلونکو مشرانو د افغاني تېر او اوسني نسل د زرین راتلونکي لپاره هیڅ ډول خدمت هم نه دی کړی او نه یې هم الني کوي .
زه مي د خپل تریخ حقیقت په لا خلاصه کولو نه غواړم؛ چي خپله لیکنه مي له دې څخه زیاته اوږده کړم  او اکثریت ته یې د سر درد وګرځوم؛ خو په اخیر کي مي باید خپله حقیقت ته ډیره نږدې او ورته رسېدونکې وړاندوینه درسره شریکه کړم.
(( زه باور لرم چي راځي به داسي وخت، چي د ټولو مړو او ژوندیو مظلوم وژونکو او ریښتیا پټونکو ظالمانو په ککړو ګرېوانونو کي به، د همدې خوارولس، همدا ځپل سوي منګولي چاپېري شي، په پوره مېړانه به ورڅخه د خپل اخیستل شوي حق غوښتنه کوي او دوی به یې مخي ته، خپلي خیرني سترګي د سپیو په څېر ټیټي نیولي وي او ټولو سوالونو ته به یې بې ځوابه ولاړ وي، انشاالله ))
                                       په درنښتونو...

۱۳۹۵/۱۰/۱۸ یکشنبه ۸:۵۵ PM
کابل، نوی ښار، کاري دفتر .