اوباما ټرمپ ته: سپینه ماڼۍ سوداګریز شرکت نه دی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل ځای ناستي ډونلډ ټرمپ ته مشوره ورکړې چې د سپینې ماڼۍ اداره کولو کې داسې چم ونه کړي لکه په خپلو شخصي سوداګریزو چارو کې یې چې کوي.
اوباما دا څرګندونې له اې بي سي تلوېزیوني چینل سره په مرکه کې کړې چې وايي، د امریکا بنسټونو ته "درناوی" وکړي.
بارک اوباما ټرمپ ته ویلي: "کله دې چې د ولسمشرۍ لوړه وکړه، په نړۍ کې به د تر ټولو یوه لوی بنسټ مشر شې".
اوباما ټرمپ ننګولی او ورته یې ویلي چې د ټاکنیزو شعارونو او د رښتینې واکمنۍ ترمنځ لوی توپیر شته.
دی وايي: "په نړۍ کې ګڼې پلازمېنې، مالي بازارونه او خلک د ټرمپ خبرې جدي نیسي".
اوباما په وروستیو کې د روسیې له خوا د امریکا پر استخباراتي بنسټونو د سایبري برید په اړه خپور شوي رپوټ ته هم اشاره کړې چې وايي، د امریکا د وروستیو ټاکنو پر پایلو یې اغېز کړی. د امریکا ولسمشر وايي دغه بریدونه جدي نه دي.
په پام کې ده چې ډونلډ ټرمپ به د روانې جنورۍ پر ۲۰مه د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.