د فکري سلامتيا په رامنځ ته کولو کې د مدني ټولنو رول او مسؤليت


عاشق الله اخلاص يار / پکتيا
مخکې له دې چې د فکري سلامتيا په رامنځ ته کولو کې د مدني ټولنو پر رول او مسؤليت خبرې وکړو، لازمه دا ده چې ووايو په داسې يو هيواد کې لکه زمونږ هيواد چې د کلونو کلونو جګړو او ناخوالو له امله يې ډېرې مادي او معنوي زېرمې له منځه وړل شوي د تاوده جنګ په څنګ کې د سړې جګړې موخه ګرځېدلې او د ټولنې د فکري سلامتيا په اغېزمنولو سره يې موخه لرونکې کړۍ او هيوادونه د تسخير لپاره هڅې کړي او کوي يې.
افغانان د خپل اوس او راتلونکي لپاره اندېښمن دي .
د فقر، بې وزلۍ، بې کارۍ، د قانون د نه حاکميت ، عدالت ته د نه لاسرسي، په حکومت کې د اداري فساد ، مخدره توکو د استعمال قاچاق او توليد او ګڼو ستونزو سره مخ دی او لا اوس هم جګړه هره ورځ زموږ له هيوادوالو څخه قرباني اخلي .
نو نه يوازې د مدني ټولنو بلکې د ټولو ټولنو، ټولنيزو سازمانونو، سياسي ګوندونو، علمي مرکزونو، حکومت او دولت له ټولو نه مهم د علماوو، علمي کادرونو، روشنفکرانو او ټولنې د هر فرد مسؤليت دی چې هيوادوالو ته د فکري سلامتيا د رامنځ ته کولو په صورت کې زمونږ د هيواد لارو چارو او امکاناتو څخه کار واخلي او که نه د فکري سلامتيا نه شتون په صورت کې زمونږ د هيواد راتلونکی به د ډېرو خطراتو سره مخ وي.
ترکومه ځايه چې د فکري سلامتيا په رامنځ ته کولو کې د مدني ټولنو پر رول او مسؤليت باندې بحث کول د ي، دا يو ډېر اوږد او د څو کتابونو خبرې دي خو زمونږ په اوسنۍ مقاله کې غواړو د هغه لنډيز راواخلو.
مدني ټولنې د توافق لپاره د سازش فرهنګ دی ، دغه ټولنه د خلکو سره د حکومت د ټينګولو قوانين او د افرادو اړيکې له حکومت سره تنظيموي ، مدني ټولنې له سياسي ټولنو څخه خپلواکې دي او د هغه وجود په دولت پورې تړلی نه دی ، خو د دولت د موجوديت پرته د مدني ټولنې پېژندنه ګران کار دی.
د مدني ټولنې ځانګړتياوې د تفاهم روحيه، د معاشرت حس، د مذاکرو او مفاهيمي له لارې د شخړو او اختلافاتو لېري کول تشکيلوي.
هر څومره چې په ټولنه کې د تفاهم او تېرېدنې روحيه ډېره وي په هماغه اندازه د مدني ټولنې موخې د ډېر تطبيق زمينه پيداکوي.
په يقين سره کوم هيوادونه چې د پرمختللي مدني ټولنې درلودونکې دي سوليز ژوند ته يې مخه کړې، په مدني ټولنه کې افراد د خپلو شخصي ګټو په فکر کې نه وي، بلکې د ګډو موخو او ټولنيزو نيکمرغيو په اړه فکر کوي ، مدني ټولنه د نظام او سياست په وړاندې اصلاحي رول ادا کوي.
د مدني ټولنې موخه د سياسي قدرت په لاس راوړل نه دي، خو د دولت لپاره د فشار يو عامل کيدای شي چې دولت د دغه بنسټ د نظر ټکي په پام کې ونيسي، غير دولتي سازمانونه ، ټولنيز، خدماتي، مذهبي ، فرهنګي ، علمي او تجاري مؤسسې او ټول د دغې ټولنې برخې حسابيږي.
مدني ټولنه کېدای شي د کورنۍ له سطحې څخه لوړه او د دولت له سطحې څخه ټيټه جوړه شي ، خو هغه څه چې مونږ يې په خپله سنتي ټولنه کې د مدني ټولنې په نوم پيژنو هماغه د مشرانو مجالس، لويې جرګې، سيمه ييزې شوراګانې او په وروستيو کلونو کې مسلکي اتحاديې، فرهنګي ټولنې او څو خود جوشه بنيادونه دي چې ځينو يې رنګ بايللی او يا له منځه تللي دي ، خو نن ورځ زمونږ په هيواد کې د مدني ټولنو بحران وجود لري او هيواد د بيارغونې په حالت کې مدني بنسټونو ته اړتيا لري.
سياسي شاته پاتې والی، ټوليز فقر، نامعلوم راتلونکی، بې کاري، بې سوادي، او نورې منفي پدېدې هغه ميراثونه دي چې د افغانستان موجود حاکميت ته رسيدلي دي .
بايد يادونه وکړو، هغه ټولنه چې د ټولنيز فقر او بې سوادۍ سره ژوند وکړي روښانه ده چې د سياسي فعاليتونو په برخه کې هېڅ ډول مسؤليت پزيري نه مني.
دلته مدني ارزښتونه د زړو ارزښتونو په له منځه وړلو سره نه جوړيږي، بلکې دغه ارزښتونه د سنتي ارزښتونو په متن کې پيدا کيږي، بايد دغه نوي ارزښتونه په ټولنيز واقعيت تبديل شي، مونږ بنسټونو ته اړتيا لرو چې بايد له دولت څخه خپلواک ژوند وکړو. ځکه دغه بنسټونه پر دولت د ټولنې فشار ګټور کوي .
مونږ داسې مدني ټولنو ته اړتيا لرو چې د ټولنې د وېش وجدان په توګه کار وکړي ، هر ډول اشتباهات په ګوته کړي او هم د ټولنې افرادو او هم دولت ته د سمې لارې په ښودلو کې مرسته وکړي چې ترڅو هغوی مسؤليت منونکي کړي.
فکري ذهني پرمختګ رامنځته کړي، تعصب له منځه يوسي او په رښتيني توګه د خلکو د رنځونو درمل وګرځي.
مدني ټولنې زمونږ د هيواد د لرغوني کلتور او فرهنګ د ساتنې مسؤليت هم په غړه لري.
مدني ټولنې د مدنيت د اعادې او هويت د خوندي کولو ضمانت کوي، لنډه دا چې مدني ټولنه په هر هيواد کې هم حقوق لري او هم دندې، مثلاً مدني ټولنه حق لري چې له دولت څخه وپوښتي :
ولې په ادارو کې د خلکو له کاره لاس اخلي؟
ايا خلک پر دولت باندې د کارمندلو او معاش ترلاسه کولو حق نه لري؟
نو بيا د مدني ټولنې دنده ده چې دولت ته د هغو چارو دنده ور وپيژني.
که موږ خپل بحث رالنډ کړو او په يوه جمله کې د دې پوښتنې ځواب راونغاړو چې د فکري سلامتيا په رامنځ ته کولو کې د مدني ټولنو رول څه دی؟ نو هغه دا دی چې که مدني ټولنې واقعاً پر خپلو دندو صادقانه عمل وکړي، نو بيا به د ټولنې اوسنۍ بدبختۍ چې پورته يادې شوې له منځ تللې وي، مونږ به يوه پوهه، اصلاح، با امنه، پرمختللې، په ځان متکي، هېله منده، هوسا او نيکمرغه ټولنه ولرو، چې فکري سلامتيا به مو خوندي وي، له ډار او ناهيلۍ به مو امان موندلی وي، د تفاهم، پخلاينې او اخوت په فضا کې به ډاډمن يو چې پر ټولو ستونزو غلبه موندلی شو.
وړانديزونه
۱- د مدني ټولنو د پراخوالي لپاره دې ټولنيزې هڅې وشي او دغه لړۍ دې لرې پرتو سيمو ته وغځول شي.
۲- خلک بايد وپوهيږي چې مدني ټولنې هغه مرکزونه دي چې دوی پکې خپل اختلافات او ستونزې حلوي ، ټولنيز رضا کاران د مدني ټولنې ميدان ته ننوځي.
۳- دولت دې د مدني ټولنو قانوني فعاليت تضمين کړي.
۴- مدني ټولنې دې، د همغږۍ ښه مرکزونه هم په ولسواليو او هم ولايتونو کې ولري.
۵- د هيواد او د ټوليزو رسنيو له لارې دې د مدنې ټولنې مفاهيم په دوامداره توګه خلکو ته وپوهول شي.
۶- ممتازې ، کاميابې او غوره رضا کارې ډلې دې وهڅول شي او په مادي او معنوي مکافاتو دې ووياړل شي.
۷- هغه بنسټونه چې د مدني ټولنې په نوم رامنځته شوي فعاليت يې کړی او قانوني جواز لري يا يې نه لري ، وروسته د څو تنو د شخصي ګټو لپاره انخصار شوي اوله نوم څخه يې په استفادې د پيسو ګټلو تجارت کوي بايد ډېر ژر په نښه او د هغه اصولو تابع شي کوم چې د هيواد د اساسي قانون په رڼا کې يې مدني ټولنه لري.
۸- مدني ټولنه بايد حساب ورکوونکې وي چې ترکومه حده په کومه کچه د هيواد د رغونې، سمون، ذهنونو د روښانولو، غوره دود ساتلو، رضا کارانه خدمتونو، ستونزو په هوارولو ، د سولې او امنيت په ټينګښت کې رول لوبولی، څو ښکاره شي چې دغه ټولنه کومه فرمايشي ټولنه نه ده بلکې واقعاً مدني ټولنه ده او د مدنيت لپاره کار کوي.
۹- د مدني ټولنو غړي بايد د ښو اخلاقو نمونه وي، د وګړو خواخوږي وي، د رښتيا ملاتړ وکړي او خلکو ته د ډاډ او باور احساس ورکړي او د خلکو د فکري سلامتيا لپاره رضاکارانه فعاليتونه وکړي.