دوصال ټپيزې
په يارانه کې تهمتي شــــــــوې
دزړه په سر باندې زخمي شوې
کباب کباب په اور ستي شــوې
جانانه لاړې اسـماني شــــــوې
نه در ختى شم نه مې زړه صبر کوينه
×××
زماجانان دې ډېر ښاغلــى
په ټولو ښکلوکې وتـــــــلى
وصال ته ډېر دى نازولـــــى
چې مـــاويلـــــــى تامنلـى
تابه ددې يارانې خوندليدلى وونه
×××
لکه دسين په شان بهــــيږي
اوښکې له سترګومې تويږي
جانان مې ځي نه ايساريږي
باد دجنــــــــت پکې لګـــيږي
دغرمې خوب مې دليلا ديرې ته وړمه
***
شپې دستورو په رڼاکـې
ستاد حسن په فضاکـې
زما خبرې په ژړا کـــــــې
دادستوردى په دنيا کـې
مين سړى له سترګو اوښکې تويوينه
www.wasil.blogfa.com
وروستي