چين دژونددچاپېريال په ساتنه کې ،ټيټ مقام ګټلی

په تېرودريوکلونوکې چين ، دچاپېريال دساتنې په موخه هلې ځلې ګړندۍ کړې . لېکن دنوروهيوادونوپه پرتله يې چندان بری نه وتر لاسه کړی . د((شين هوا)) خبري رسنۍ دچين له پېکن څخه خبر ورکړی ،چې چين د118 هيوادونوسره په پرتله کې يوازې سلم مقام ترلاسه کړی .
دچاپيريال دساتنې لپاره 30 شاخصونه په پام کې نيول کيږي . دبېلګې په توګه هواته دکاربن ډای اکسايډ دغورځولوکچه ،دځنګلونوپوښ ياګڼوالی ، داوبوپاکوالی اوداسې نور. په ورستيوڅوکلونوکې چين دهربل صنعتي هيوادپه پرتله زياته اقتصادي وده درلوده . دچين هيواددخپلواقتصادي چاروپه مهارولوکې هم له ستونزوسره مخ شوی ، دچاپيريال ساتنه خوبيا داسې چارده چې لګښت هم غواړي .