سیاسیون راته بیا په هواکې ماڼۍ جوړوي

دلته ژړا او خندا د نورو د غولونې په موخه کیږي، نه د انساني ژوند د حقیقي ارزښتونو په موخه،  دلته هر څه څو رنګه ښکاري، انسانانو هم دغه بڼه غوره کړې، د ژوند هرې برخې خپله بڼه بدله کړې او شیبه په شیبه بدلیږي.
   د بشري تمدن په ماڼۍ کې  د بیلابېلو فکرونو او عقيدو لرونکي وګړي ژوند کوي او بېلې تګلارې یې د ځان لپاره ټاکلي وي، څوک په کې رېښتینولۍ ته د تقدس په سترګو ګوري، د ژوند تېرولو لپاره یې همدغه لار غوره کړي وي او څوک بیا داسې انګيري چې ګواکې  دلته هر څه د پخوا په څېر نه دي .
   دلته په ورځني ژوند کې د باور مراندې ورځ تر بلې د غښتلتیا پر ځای د کمزورتیا  پر لور درومي،  دلته هر څه او د ژوند هرې برخې ته د بې باورۍ په سترګو کتل کیږي او باور ترې خپله کډه رانغاړي،  هره شیبه باور خپل ځای بې باورۍ ته پرېږدي او هر څه ته د شک په سترګو کتل کیږي.
   دلته که څوک باور لري نو هغه په بې باورۍ باندې باور دی، دلته له سیاسي ډګره نیولي د ټولنیزو موضوعاتو هرې برخې کې د بې باورۍ ګروهه تر بل هر څه غښتلې ده، دلته له اوږدو مودو را په دېخوا وګړي غولول شوي نو ځکه هر څه ته د بې باورۍ له عینکو څخه ګوري.
   دلته په بې باورۍ باور د ژوند په ټولو برخو کې تر سترو کیږي، خو په سیاسي ډګر کې له نورو ټولو برخو نه ډېر پیاوړی دی، دلته وګړي د سیاسیونو هرې وعدې ته د غولونې د یو پیغام په نظر ګوري او داسې انګېري چې ګواکې بیا یې د ولس غولونې لپاره نوې لار غوره کړې ده.
   په سیاسي ډګر کې په بې باورۍ باور ځکه تر بل هر څه پیاوړی شوې، چې له تېرو څلورو لسیزو  راپه دېخوا مو د سیاسیونو پالیسي د عوام غولونې پر بنسټ ولاړې وې، دوی یواځې او یواځې شعارونه ورکړل او په عملي ډګر کې یو پر بل پسې د بریا پر ځای په ناکامۍ کې وړاندې شول .
   دلته د بې باورۍ فضا ځکه پیاوړې شوه چې هر وګړي د سیاسیونو شعارونو ته د زړه له تله او په  ريښتینولي سره کار وکړ، خو د سیاسیونو د وینا او عمل تر منځ د یووالي په ډګر کې بلا واټنونه تر سترګو شول، ځکه خو یې د باور ماڼۍ له خاورو سره خاورې شوې.
  دلته ډېر لږ تر سترګو کیږي چې سیاسیونو دې هغو شعارونو ته عملي بڼه ورکړي وي، کوم چې واک ته له رسېدو وړاندې یې پرې ستوني پړسولي وو،  ځکه خو یې هره خبره وګړو ته د خوب لیدلو شکل غوره کړی او داسې انګيري چې بیا راته په هواکې ماڼۍ جوړوي.
  دلته د یادو شوو بې باوریو تر څنګ یو شمېر وګړي د سیاسیونو په خپلواکۍ هم بې باوره دي او په دې باور دي چې سیاسیون ځکه خپلې وعدې نشي پوره کولی چې، دوی کله ازاد او خپلواک پاتې شوي، دوی خو په یو ډول نه یو ډول  د نورو ګټو ته کار کړی او کوي یې.
که په لنډو کې یې ووایم  دلته هرې بې باورۍ بله بې باوري زېږولې، وګړو چې په هر چا باور کړی، باور ته یې د قدر په سترګو نه دي کتل شوي، د عوام غولونې له درېچې څخه د وګړو په سترګو کې خاورې اچول شوي،  ځکه خو د باور ماڼۍ له بنسټه نړېدلې او باور له خاورو سره خاورې شوی دی، خو له دغو وګړو نه دا هير دي چې  د وګړو د ذهنونو هنداره د تل لپاره ګردجنه نه پاتې کیږي او یوه ورځ  به هرو مرو په حقیقي بڼه انځور ورکوي.