
امریکايي چارواکي هڅه کوي چې په افغانستان کې خپله بله لویه ستره لاسوهنه توجیه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي چې د امریکا په منځګړیتوب د ملي وحدت حکومت په جوړېدو سره د کورنۍ جګړې مخنیوی شوی. تر دې وړاندې ځینو امریکايي شنونکو د امریکا له خوا په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت جوړول د بن له غونډې سره تشبه کړی و او دا یې د امریکا دوې سترې تېروتنې ګڼلې وې.
د جان کیري خبرې لومړی پر دې اعتراف دی چې د ملي وحدت حکومت د دوی له خوا جوړ شوی چې د افغانستان د خلکو د رایو، ارادې او غوښتنې پر اساس نه دی جوړ شوی. دویمه مسئله دا ده چې د ملي وحدت حکومت د افغانستان د ارزښتونو، قوانینو او تاریخ خلاف دی چې افغانستان یې نه یوازې له کومې ستونزې را ګرځولی نه دی، بلکې له لویو ستونزو سره یې مخ کړی دی. حیرانوونکې ده چې جان کیري د کورنۍ جګړې وېره یادوي. افغانستان همدا اوس په جګړه کې دی، د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو وروسته دا جګړه لا زیاته ګرمه شوې، هره ورځ لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي او کله دا خبره سلګونو ته رسېږي.
کله چې موږ په عملي ډول په یوه داسې خونړۍ جګړه کې یو، نو بیا تر دې سخت حالت ناشونی برېښي. بل دا چې د دغو ستونزو او جګړو د شدت اصلي لامل هم د ملي وحدت حکومت دی چې د امریکایانو په مخامخ مداخله جوړ شو.
جان کیري دې نه هېروي چې نه یوازې د جګړې د شدت، بلکې د سترو ستونزو لامل د ملي وحدت حکومت دی. د ملي وحدت د حکومت په راتګ سره افغانستان له اقتصادي اړخه سخت زیانونه کړي دي، بهرنۍ مرستې کمې شوې او لسګونه میلیارده ډالره پانګه له افغانستان څخه وتلې ده. دغه راز بې کاري زیاته شوې او افغانستان له اقتصادي اړخه له نوو ستونزو سره مخ شوی دی. له بله اړخه له افغانستان څخه سلګونه زره ځوانان د ملي وحدت د حکومت له راتلو وروسته ووتل چې لویه برخه یې پیاوړي او با استعداده ځوانان وو چې افغانستان ورته سخته اړتیا درلوده. له بله اړخه امریکا د ملي وحدت د حکومت په جوړولو سره د افغانستان ملي حاکمیت او خپلواکي تر پښو لاندې کړه او دلته یې داسې یو حاکمیت رامنځته کړ چې د امریکا هرې غوښتنې ته مثبت ځواب وايي. دا چاره د دې لامل هم شوه چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په اړه مشکوک شي. اوس دا دی چې روسیه، چین او ځیني نور هېوادونه فکر کوي چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي او د ملي وحدت حکومت د دې چارې مخه نه نیسي او یا یې توان نه لري. له همدې امله دوی د مسکو په شان غونډې کوي او ان له طالبانو سره یې اړیکې نږدې شوې دي. د ملي وحدت حکومت موږ د یوې بلې نیابتې جګړې پر پوله هم درولي یو.
د ملي وحدت حکومت له هره اړخه د افغانانو پر زیان دی او افغانستان ته یې ستر زیانونه اړولي دي. زموږ کورني مسایل یو اړخ ته، خو امریکايي چارواکي په دې چاره کې مخامخ پړه دي. امریکا نه له دې انکار کولی شي چې د ملي وحدت حکومت دوی نه دی جوړ کړی او نه هم د ملي وحدت حکومت توجیه کېدای شي.