غزل

 خدايه کړې معطله دکوچي کډه
بار مې ورسره ځي دزړګي کډه
ستادميني تور نه دى نو څه دي نور
بارچې مې اشنا شوه له کندي کډه
ژمې څومره ښه وه اشنا دلته وه
درومي يې کابل ته په سپرلي کډه
کډه دليلى ترې کــــــموم خوا تللې ده
دلته چـــــــې راوړې کــــــوم پردي کډه
وران موشوګودر چينې مو ړنګې شوې
لاړه اوس دپيغــــلـــې دمنګـــي کــــــډه
خدايـــــه تللى ژمى بيرته راولــــــې
بياچې بيرته راشي دلالي کــــــــډه
لاخو تيره ورځ ايله راغلې وه
نن يې څنګه بار شوه سمدستي کډه
کاش چې اوړى ژمى اوسيدى دلته
څه به يې څارله (هاشمي ) کډه
دسيدبديع الزمان (هاشمي)
له اشعارو څخه