ښکلى ننګرهاره

اى دعلم کوره ،اى دسولې ښاره
ښکلى ننګرهاره،ښکلى ننګرهاره
ته زمونږ دپت نښه، ته مو دعزت نښه
ميراث مو دنيکو يې،ډک له افتخاره
تاته موسلام دى،تاته مو احترام دى
شي دملنګ جان کوره،تل بهاربهاره
رامشه خزان درته،وايم په هيڅ شان درته
ډک اوسې له ګـــــــــــــــــلو،تل ګلې ګلزاره
ستاپه غيږ کې لوى دي،شکردى ټول پوى دي
زده کړه دبچو وي،تل له مــــــــــــــــــــــــورو پلاره
کړم زه هاشمي صفت،ستـــــــا دهربچي صفت
ساتي بــــــــــــــــه مدام ،تـــــــــــــــــــــا له هر ناتاره
سيدبديع الزمان (هاشمي)
S_baduzaman2000@yahoo.com