والي علاوالدين

دسيدبديع الزمان (هاشمي)
(ژباړه)
وايي چې يوه شپه والي علاوالدين په خپل کور کې ناست وه،ناڅاپه دده کورته يوسړى راغى ،له بڼې ډير ښه او نيک سړى ښکاريده ،دهغه سره يو خدمتګار هم و چې پر سر يې يوصندق ايښى و،دوالي خدمتګار ته يې وويل :ورشه والي صيب زمونږ له راتلو خبر کړه ،مونږ غواړو چې له هغه سره ووينو ،يوه شيبه ورسره دزړه خواله وکړو او هم غواړم چې له يوه پټ رازه يې خبر کړم.
خدمتګار په منډه ولاړ والي علاو الدين ته يې ټوله کېسه وکړه ،علاوالدين وويل هغوى زما کوټې ته راولئ،خدمتګار لاړه هغوى يې دوالي کوټې ته راوستل .
والي علاوالدين ترې وپوښتل : تاسې څه ويل غواړئ؟
هغه سړي وويل هو صاحبه ! زه دهغو لاره شکوونکو څخه يم ،کوم چې دمسافرو لارويانو مالونه اوجيبونه لوټوي،اوس غواړم نورله دغه ناوړه کاره توبه کړم اوالله تعالى ته رجوع وکړم ،اودغه توبه غواړم ستا په مخ کې وباسم.خو زما غوښتنه له تاسې څخه يوازې داده چې په دغه صندق کې له ماسره ډير قيمتي شيان دي، چې له خلکو مې لوټلي دي ،څلويښت زره ديناره قيمت لري ،داټول واخله په بيت المال کې يې واچوه ،ماله يوازې ستا دحلال مال څخه زر ديناره راکړه ،چې هغه خپله دارايي کړم ،يوڅه کارو با رپرې وکړم ،تر څو دحلالې روزۍ يوه وسيله ولرم .
هغه دصندق سر پرانسته والي ته يې په صندق کې پراته شيان وروښودل ،په صندق کې دومره ډير سره زر اوګوهر پراته وو،چې والي يې په ليدلو حيران شو . خپل خزانه دار يې راووغوښت ،ورته يې وويل هغه سره کڅوړه راوړه په کومه کې چې زر ديناره دي . خزانه دار هماغه کڅوړه راوړه والي کڅوړه په خپل لاس هغه سړي ته ورکړه ، سړي کڅوړه واخيسته له والي څخه يې مننه وکړه او په خپله مخه لاړه.
کله چې سهار والي زرګران او ګوهر پيژندونکي راوغوښتل هغه څه چې په صندق کې وو وروښودل ،هغوى چې هرڅه وليدل والي ته يې وويل : داسره زر نه بلکې مس دي ،او دغه ګوهر نه بلکې يو ډول شيشه ده .
والي علاو الدين په دې کار ډېر غمجن شو ،دهغه سړي دنيولو له پاره يې هرخوا عسکر خواره کړل خوهغه يې پيدا نه کړ.