د: زوړ کرېملين، نوي لوبغاړي
ولې؛هيبت الله مني او «حکمتيار» نه مني!؟
په ۱۹۹۰م.کال کې، له ورځو څخه يوه د جمعې ورځ د اوکراين د جمهوريت د لووف د ښار د عالي ـ سياسي او پوځي پوهنتون په انګړ کې د نوې ليليې په مخ کې د وليبال په ميدان کې په شنې جلګې باندې ما او زما د کوټې انډيوال او همټولګيوال ښاغلي محمد طاهر « کاڼي »يوه کمپله لمر ته هواره کړې وه، پر هغې کمپلې لمر ته مخامخ ناست وو او خپل درسونه مو ضبتول ( دا نو هغه وخت او مهال دی چې لا مسکو ته د برهان الدين « رباني » په مشرۍ د افغاني مُجاهدينو پلاوی له پاکستان څخه نه دی راغلی!...)؛ چې ناڅاپه د ليليې د هغې ورځې نوکريوال جګړن «سېرګې»را ښکاره شو( جګړن سېرګې د « کا.جې.بې » کارمند او هغه څوک و، چې پنځه کاله يې( ۱۳۵۸ ـ ۱۳۶۲ ) کلونه د افغانستان د دفاع په وزارت کې د سياسي چارو په لوی رياست کې د «شوروي ـ سلاکار» د دري ژبې ترجمان و او په دري ژبې باندې يې ډېرې ښې او روانې خبرې کولی شوې...) ، کرار کرار زموږ لور ته راغی (هغه له ما او طاهر « کاڼي » سره ډېرزيات وران ( چپ ) و او موږ دواړو ته يې تل داسې کتل، لکه د هغه پلار چې موږ وژلی وي!؟
زه په زړه کې حيران شوم، چې دا( سېرګې ـ جګړن )خو زموږ دواړو سيوری له ليرې په ټوپک ولي! او اوس څنګه داسې په ناز ناز زموږ خواته را راوان دی!؟
خو کله چې راورسېد، زموږ تر خوا ودرېد؛ ويې پوښتل:
څه کوئ ؟
ځواب مو ورکړ:
درس وايوو!
هغه زموږ تر څنګه کښېناست، او وې ويل: تاسې هسې ناحقي زيار ګالئ او درسونه وايئ! موږ وپوښته:
ولئ!؟
هغه له جيب څخه د ګلبدين « حکمتيار » او برهان الدین « رباني» دوه عکسونه را وکښل او زموږ په مخ کې يې کښېښودل او له موږ څخه يې وپوښتل:
دا دواړه پېژنئ ؟
موږ هغو غبرګو عکسونوته وکتل او ومو پېژندل؛ يو عکس د ګلبدين « حکمتيار » و او بل عکس د برهان الدين « رباني » و.
ځواب مو ورکړ:
بلې! پېژنو يې!! دا يو عکس د ګلبدين « حکمتيار » دی او دا بل عکس د برهان الدين « رباني » دی!!
جګړن ـ سېرګې موږ ته وويل:
په ډېرو لنډو شپو ـ ورځو کې به د دوی په مشرۍ مسکو ته د مُجاهدينو يو پلاوی راشي او په ډېر لنډ وخت کې به په کابل کې يا ګلبدين « حکمتيار » او يا هم برهان الدين « رباني» د افغانستان د دولت جمهور رئيس شي! او د تاسې دا درسونه او دا خوارۍ هېڅ په درد نه خوري....»
همهغه و چې د برهان الدين « رباني » په مشرۍ د مُجاهدينو پلاوی له اسلام آباد څخه مسکو ته راغی، له ميخائيل سېرګېويچ ګورباچوف او د زاړه کرېملين د « شوروي اتحاد » له زړې رهبرۍ غړو سره يې له مطبوعاتو ليرې او ګوښه ملاقاتونه وکړل او....
د ۱۳۷۰( ۱۹۹۱ ) م.کال د نجيب الله د حکومت سقوط د کارملي پرچميانو په لاس د احمد شاه « مسعود » او برهان الدین « رباني » په ګټه د کرېملين او « کا.جې.بې» د پلان له مخې، د « کا.جې.بې» د لومړني ـ افغاني جاسوس ببرک « کارمل » په لارښوونې او دستور وسله وال پوځ ټول قطعات او جزوتامونه د جنرال نبي « عظيمي » تر پوځي قوماندې لاندې، د برهان الدين « رباني » او احمد شاه « مسعود » ( د رباني د دفاع وزير ) ته تسليم او په رسم تعظيم شول....
او ګلبدين « حکمتيار » واک ته د رسېدلو مخه يې ډب کړله، له هم هغه ۱۳۷۰ کال څخه تر اوسه پورې
روسان د « شمالي ټلوالې »، د « نظار د شورا »، « ستميانو » او د « لنډغرو دوستمی ملېشو » ( ملي ـ اسلامي جنبش ) سره په مستقيمه توګه اوږه پر اوږه ودرېدل او تر نن ورځې پورې يې ملاتړ او دفاع کوي!
د زاړه کرېملين؛ نوي دولتي، سياسي او امنيتي لوړ رتبه چارواکي ( ګورباچوف، يېلڅن، پوتين، مېدوېدوف) او د دوی دولتي اراکين او انډيوالان ټول په يوه خوله او يوه سلا د رباني ـ مسعود، دوستم، نادر ـ منصور، او نورو ملي خاينانو، ستميانو ـ انارشستانو؛ غلو، غاصبينو او لاروهوونکو ملګرتيا او ملاتړ پر دې وکاوه چې هغوی يا دري ژبي ( تاجيکان) او يا هم ستميان، ازبکان( دوستميان ) او شعيه ګان ( هزاره ګان ـ اسماعيليه) وو او ټول په يوه خوله او يوه سلا د: افغانستان، پښتنو، د: طالبانو او د ګلبدين « حکمتيار»( چې ظاهراً دا څلور واړه نومونه له يو بل سره تړلي ـ مُغالطه او يو شان ښکاري!) پر ضد وو او اوس يې هم پر ضد دي!!
داچې د مسکو د زاړه کرېملين؛ نوې رهبري ( پوتين، مېدوېدوف...) اوس د اردوغان، روحاني رفسنجاني، آيت الله «خمنايي »، د چين د ولسمشر او د پاکستان د صدر اعظم په ګډون له طالبانو څخه ننګه او خپل ملاتړ اعلانوي! دا داسې کومه خبره نه ده، چې روسان او د مسکو ـ کرېملين اداره چيان او د دوی انډيوالان دې پښتنو او طالبانو ته کوم ښه او صادقانه نيت ولري!؟
که چېرې روسانو، طالبان منلای!؟ هغه وخت چې طالبان د ملا محمد عُمر « اخوند » په مشرۍ توانېدلي وو چې د افغانستان د خاورې ۹۰٪ ونيسي، نو همدې روسانو بيا د همدغو طالبانو پرضد برهان الدين « رباني »، احمد شاه « مسعود » او عبدالرشيد « دوستم » ته ولې په خروارونو وسلي، پيسې، مهمات او تجهيزات ورکول!؟
داچې اوس پوتين، چين او پاکستان + ترکيه او ايران غواړي له ملا هيبت الله « د طالبانو له اسلامي امارت » مشرانو څخه خپل هر اړخيز او بېدرېغه ملاتړ اعلان او عملي کړي! نو د دوی اساسي هدفونه له دې سياسي ـ پوځي لوبې څخه درې دي:
۱. د طالبانو په لاسونو د کابل حکومت او د امريکې متحده ايالات ( ناتو + ايساف ) ننګوي!
۲. د ګلبدين « حکمتيار» د هغه د « اسلامي حزب » د راتللو او د کابل له دولت سره د هغوی د يوځای کېدلو مخه نيسي!
۳. پښتانه د پښتنو په لاسونو له پښو څخه غورځوي او په عين حال کې منځنۍ اسيا هېوادونو او د روسيې سرحدونو ته د خپلسروـ قاتلو ـ ترهګرو طالبانو او داعشيانو د ورتګ مخنيوی کوي!!!
وروستي