
هنري نثر
ليکوال :محمدواصل (وصال)
(( د ښکلا اوښايست دوران ))
هره ښکلې پديده اغېزناک او زړه وړونکي وي اودچا چې سترګې چې پرې ولېګېږي سترګې پرې وګنډي او سترګو ته بيا د رپ وهلو وار نه ورکوي اوبيا د خپل حال اوماضي نه بې پروا ځان دښکلا په سمندر کې لاهو کړي دښکلا پلوشې اووږمې ډېر خوشبويه او دډېررنګونه لري .رنګونه په سترګو او وږمې يې په ازهانو حملې کوي اوانسان کله کله له ځان سره دخيال نړۍ ته بيايي .
ګلونه په رنګونو ښه ښکاري او چې څومره رنګونه بدل کړي همدومره په زړه پورې اوزړه وړونکي وي .خو برعکس بيا که چېرې يو انسان دغه خاصه خپله کړي نو دا بيا لوى عيب اوتېروتنه ګڼل کيږي .نو ښايي چې انسان بايد په هرحال کې يورنګي وکړي نو دورنګي چې يو خواته مخ اوبل خواته شاه ښکاره کړي اودځان په نفع کاروکړي اونورخلک تېر باسي .
نو اى !زماګرانې محبوبې ستا دښکلا اوښايست پلوشو زمادزړه په ټولو دهليزونو اورګ رګ کې غزونې کړي او هره شېبه مې بې سکونه ستا د شوخو سترګو ،دسپين بشر ديدنونوته هڅوي اوزه بيا لکه يو بې وسې مرغۍ چې په پنجره کې بند وي ستا دديدن لپاره ټوپونه وهم خوهرځل دناکامى سره مخ کيږم خو له خپله هوډه نه تېريږم .ستا يادونه دومره زوروردي چې زماله سترګويې خوبونه وړي اوزه يې ديوې بلې نړۍ دخيال نړۍ سره اشناکړى يم کله په خيال کې ستاحسن تر محله پورته شم اوکله بيا دبې خودى په عالم کې د عشق اومحبت جامونه په سراړولو ته تيارشم .
راشه !راشه ستا دمينې ليونى ستا د وصال له پاره لاسونه لپه کوي اوشپه اوورځ ستا دوصال ارمانونه لمانځي .اوته پخپل حسن مغروره اوبې پرواګرځې اوزه دپاکې مينې لاروى اوته هره ورځ نوې رنګونه بدلوې اوزړونه وژنې او بياد خيرپه غونډې کښېنې اوسيلونه کوې منم چې ته زړونه قتلولى شې زړونه ښکارولى شې خو داواوره چې دښايست هم دپسرلي په څېر موسم وي اوچې موسم يې تېر شي بيايې څوک پوښتنه نه کوي اوبس .
ستا ښايسـت دوران به تېر شي
زه به ژړادرپسې ټول عمرکوومه
www.wasil.blogfa.com