د روسیې د مداخلې مخنیوی څنګه کېدای شي؟

روسان هر څه روښانه کوي؛ دوی له افغانستان څخه وېره لري، له همدې امله د دولت تر څنګ له طالبانو سره نه یوازې دا چې اړیکې پالي، بلکې ملاتړ یې کوي او له دې لارې هڅه کوي چې د هغه خطر مخه ونیسي چې له افغانستان څخه ورته متوجې دی. روسان په دې وروستیو کې په دې اړه روښانه خبرې کوي، د ضمیر کابلوف پرله پسې څرګندونې هر څه روښانه کوي. په افغانستان کې د امریکا حضور، له دغه ځایه په سیمه کې اهداف او داعش هغه څه دي چې روسیه یې د ځان پر وړاندې ګواښ ګڼي. د روسیې اندېښنې څومره پر ځای دي؟ دغو اندېښنو ته باید څوک ځواب ووايي؟ که د روسیې اندېښنې ځواب نه شي، نو اصلي زیان څوک کوي؟
د روسیې اندېښنې جدي دي، داعش رښتیا هم ټولې سیمې ته ګواښ دی. دا چې افغانستان د امریکا له خوا د کومو اهدافو لپاره کارول کېږي، دا هم باید ځواب شي. روسیه فکر کوي چې د افغانستان خاوره د امریکا له خوا د دوی پر ضد کارول کېږي. په افغانستان کې د امریکا پوځي اډې او دلته د داعش فعالیت د خپل ځان پر ضد ګڼي. دوی غبرګون ښيي، غبرګون یې داسې دی چې افغانستان ته زیان اړوي، جګړه زیاتوي او دلته امریکا او روسیه یو له بل سره په نیابتي جګړه کې ښکېلوي. د روسیې اوسنی دریځ او د امریکا اهداف هغه څه دي چې اصلي زیان یې موږ ته اوړي؛ ځکه امریکا هم زموږ خاوره د روسیې پر ضد کاروي او روسیه هم امریکا ته زموږ په خاوره کې غبرګون ښيي. له همدې امله اصلي زیان د افغانستان خلک ویني. پر همدغه بنسټ باید د روسیې پوښتنو او اندېښنو ته هم افغانستان ځواب ووايي. لومړی مسئله په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو حضور او اډې دي؛ د افغانستان حکومت باید روسیې ته ډاډ ورکړي چې دا اډې یې پر ضد نه کارول کېږي، که روسان په دې اړه اسناد او شواهد ولري، نو باید له افغانستان سره یې شریک کړي.
د افغانستان او امریکا د تړون له مخې، امریکا نه شي کولی چې دغه اډې د سیمې پر ضد وکاروي، که روسانو داسې شواهد او اسناد وړاندې کړل چې امریکايي اډې د دوی پر ضد کارول کېږي، نو باید د افغانستان دولت یې مخه ونیسي. دغه راز د داعش بحث هم همداسې دی، تر اوسه پورې دا خبره کېږي چې داعش د امریکا پروژه ده. د روسانو تر څنګ د افغانستان خلک هم همدا خبره کوي، ان د افغانستان د حکومت ځیني غړي تورن دي چې د داعش ملاتړ کوي. دا اندېښنې ساده او عادي نه دي؛ که د افغانستان حکومت په دې اړه روښانه او قانع کوونکی ځواب ونه وايي، نو بیا په طبیعي ډول روسان او د سیمې نور هېوادونه غبرګون ښيي. له همدې امله د روسانو د مداخلې د مخنیوي لپاره لومړی باید افغان حکومت خپله دنده ترسره کړي، که حکومت خپله دنده نه ترسره کوي، د افغانستان د خلکو مسئولیت دی چې د افغانستان خاوره خوندي کړي او پرې نه ږدي چې د بل چا پر ضد وکارول شي. په دې ډول د روسیې د مداخلې مخنیوی هم کېدای شي.